Language

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې قرغیزستان ته لوبه وبایله

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې د اسیا د اتلولۍ (کافا) سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه قرغیزستان ته ۲ پر ۱ وبایله.

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال اسیا «کافا» اتلولۍ سیالیو په لړ کې نن له قرغیزستان سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه چې دغه لوبه ۲ پر ۱ قرغیزستان وګټله.

دغه لوبه نن له غرمې وروسته د ماسپښین یوه‌نیمه بجه په اوزبېکستان کې ترسره شوه.

د یادونې ده، دغه سیالۍ د افغانستان، قرغیزستان، اوزبېکستان، تاجکستان او ترکمنستان د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.