Language

کافا سیالۍ: د افغانستان ۱۷ کلنه لوبډله نن له قرغیزستان سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د اسیا د اتلولۍ «کافا» سیالیو په لړ کې نن له قرغیزستان سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې د هېواد د فوټبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال اسیا «کافا» اتلولۍ سیالیو په لړ کې نن له قرغیزستان سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.

دغه لوبه د افغانستان پر وخت له غرمې وروسته د ماسپښین ۱:۳۰ بجه په اوزبېکستان کې ترسره کېږي.

د یادونې ده، دغه سیالۍ د افغانستان، قرغیزستان، اوزبېکستان، تاجکستان او ترکمنستان د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.