کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۵): د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د «افغانستان او منځنۍ اسیا مشورتي خبرو اترو» غونډې په څنډه کې د اوزبېکستان او قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارتونو له مرستیالانو سره د سوداګرۍ، ترانزیټي او نورو برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
په کابل کې د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د لوړپوړو استازو په ګډون جوړه شوه چې پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو او همدارنګه د سیمهییزو همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي امیرخان متقي د افغانستان – منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو لومړنۍ ناستې په څنډه کې د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان اسلامي امارت او اوزبېکستان جمهوریت ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا د لارو چارو، فرصتونو او همدارنګه د سیمې د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.
متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر لا زیاتې همکارۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانستان او مرکزي اسیا د مشورتي خبرو اترو د ناستې په ترڅ کې د مطرح شوو نظریاتو او وړاندیزونو په رڼا کې، پر راتلونکو ګامونو په ګډه کار وشي.
خبرپاڼه کې راغلي چې بابر عثمانوف د دغه سیمهییز ابتکار له رامنځته کېدو د ملاتړ او ستاینې ترڅنګ، د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو د وروستیو پرمختګونو په اړه توضیحات وړاندې کړل او د لا زیاتو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي دغهراز د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، غیرت تورسنګلوف هم لیدلي او دواړو لورو د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړول او د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټي همکاریو د پیاوړتیا او همدارنګه د سیمې د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.

متقي ویلي چې افغانستان او قرغیزستان تاریخي اړیکې او ګډ مشترکات لري او دواړه هېوادونه کولای شي له شته فرصتونو د خپلو اړیکو د لا پراختیا لپاره ګټه واخلي.
د هغه په خبره، د افغانستان او مرکزي اسیا د مشورتي خبرې اترو غونډې په ترڅ کې د مطرح شوو نظریاتو او وړاندیزونو په رڼا کې، د راتلونکو همکارۍ د لارې نقشې پر جوړولو په ګډه کار وشي.
یاد وزارت لیکلي چې د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم د دغه سیمهییز ابتکار رامنځته کېدو د ملاتړ او ستاینې ترڅنګ وویل چې د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ دوستي تلپاتې ده.
هغه زیاته کړه چې قرغیزستان تل د اسلامي امارت ملاتړ کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي، سوداګریزو، ترانزیټي او ورزشي همکاریو د دوام او پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.