کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۵): ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د سپاه پاسداران د استخباراتو ادارې مشر سیدمجید خادمي د امریکا او اسرائیل په برید کې وژل شوی دی.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې د استخباراتو ادارې مشر یې سیدمجید خادمي نن سهار د امریکا او اسرائیل برید کې وژل شوی دی.
سرچینې لیکلي چې هغه نږدې نیمه پېړۍ د استخباراتي او امنیتي چارو برخو کې فعالیت کړی و.