Language

د کډوالو وزارت او دوو موسسو ترمنځ د همکاریو دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د دوه موسسو ترمنځ د څه باندې ۴۵ میلیون افغانیو په ارزښت د همکاریو دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د خدمتونو او همغږۍ پیاوړتیا په موخه د افغانستان د کلیو بیارغونې ادارې، واسا موسسې او د دغه وزارت ترمنځ د ۲۵ میلیونه ۴۵۹ زره ۸۱۲ افغانیو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

سرچینې زیاته کړې، یادې موسسې به دغه پیسې په هرات، بادغیس او فراه ولایتونو کې د زده‌کړو، عامه پوهاوي، ناستو، د خدمتونو وړاندې کولو او بې سرپرسته ماشومانو د لېږد برخو کې مصرفوي چې ۳۵ زره ۳۱۲ راستانه شوي، بېځایه شوي او کوربه ټولنې به ترې برخمنې شي.

سرچینې لیکلي، اسلامي امارت ژمن دی چې راستنېدونکو او بېځایه شوو ته لا ښه خدمتونه ترسره کړي.