کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۵): د کابل ښاروالۍ وایي، ښاریانو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او د وخت له ضایع کېدو څخه د مخنیوي په موخه، د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او کابل ښاروالۍ ترمنځ د ودانیز جواز د پړاوونو د اصلاح او ساده کولو په اړه تطبیقي هوکړه لیک لاسلیک شو.
د کابل ښاروالۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا هوکړهلیک د چارو ادارې د لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د رئیس قاري وفي الله وفا له خوا لاسلیک او له دې وروسته د پلي کېدو وړ دی.
د خبرپاڼې له مخې، د ودانیز جواز د پړاوونو د اصلاح او ساده کولو دا تطبیقي هوکړه لیک په بېلابېلو برخو کې د اداري پړاوونو د ساده کولو او چټکتیا په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه د روان هجري قمري کال د دوېمې میاشتې د ۱۵ مې نېټې د درېیمې ګڼې فرمان او د کابینې موصوبې پر بنسټ چمتو او د ګټې اخیستنې وړ ګرځېدلی دی.
ښاروالۍ لیکلی چې د یاد هوکړهلیک له مخې په پلاني او غیرپلاني سیمو کې د ودانیز جواز د صادرولو پړاوونه بیا ارزول شوي او د ځانګړو اصولو، لارښوونو او کړنلارو په پام کې نیولو سره به په ساده او اغېزمن ډول پلي شي.
د چارو د ادارې لوی رئیس، نورالحق انور په دې مراسمو کې ویلي چې دغه ګام د ګډوډۍ د ختمولو، د ښاري خدمتونو د چټکتیا او په اداري پړاوونو کې د روڼتیا رامنځته کولو په برخه کې خورا اهمیت لري.
هغه زیاته کړې چې که د کاري پړاوونو په تعدیل کې اړتیا پیدا شي، ګډه کمېټه به یې د ارزونې او اصلاح مسوولیت ولري.
د کابل ښاروالۍ د پلان جوړونې او ښاري پراختیا مرستیال ډاکتر صدرالدین تاجک هم ویلي چې د تخنیکي ارزونو، د معلوماتو راټولولو او د دندو د لایحې تر پېژندنې وروسته، اوس د ودانیز جواز د صادرولو پړاوونه د پخوا په پرتله ساده او اسانه شوي دي، څو ښاریانو ته آسانتیاوې رامنځته او د وخت له ضایع کېدو مخنیوی وشي.
د نوموړي په وینا، تر دې وړاندې د ودانیز جواز د صادرولو سندونه په ټولیزه توګه، په ۴۵۵ پړاوونو او ۳۸۹ ورځو کې بشپړېدل خو اوس دا موده ۶۹ پړاوونو او ۲۰ ورځو ته راکمه شوې ده.
حسرت