Language

متقي: په چین کې تر دې دمه له پاکستاني لوري سره ګټورې خبرې شوې دي

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۵): د افغانستان بهرنیو چارو وزیر ویلي، په چین کې تر دې دمه له پاکستاني لوري سره ګټورې خبرې شوې دي او هیله ده چې جزئي تعبیرات د مذاکراتو د پرمختګ خنډ نه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر، مولوي امیرخان متقي په کابل کې د چین له سفیر، ژاوشینګ سره وکتل.

پهذخبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لېدنه د دوواړخیزو همکاریو، سیمه‌ییزو تحولاتو او د چین اورمچي ښار کې د روانو مذاکراتو د بهیر په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.

د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د مثبتې ارزونې ترڅنګ له خپل چینايي سیال او د هغه له ټیم څخه په اورمچي کې د مذاکراتو د تنظیم او کوربتوب له امله مننه کړې او همداراز یې د سعودي عربستان پاچاهۍ، ترکیې جمهوریت، قطر دولت اود متحده عربي اماراتو د منځګړیتوب هڅې ستایلې دي.

متقي ویلي، چې تر دې دمه ګټورې خبرې شوې دي او هیله ده چې جزئي تعبیرات د مذاکراتو د پرمختګ خنډ نه شي.

په کابل کې د چین سفیر هم د اورمچي د مذاکراتو په اړه وروستي معلومات د هېواد د بهرنیو چارو وزیر سره شریک کړي او ویلي یې ديچې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي او دغه بهیر یې په بې‌طرفۍ او همکارۍ پیل کړی دی.

هغه زیاته کړې چې د سیمې د جیوپولیتیک وضعیت په درک سره، تمه ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور جوړونېبهیر، نېک نیت او د تاوتریخوالي نشتون دوام ومومي.

یاد وزارت لیکلي، په پای کې، محترم مولوي امیرخان متقي څرګنده کړې چې د شخړو په تړاو د افغانستان اسلامي امارت دریځ دفاعي واو له خپل حریم څخه دفاع خپل مسلم حق ګڼي، او د متقابل درناوي او پوهاوي پر بنسټ د تفاهم او خبرو اترو پر دوام باور لري.