کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۵): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وایي، په تېر یوه کال کې د هېواد په کچه د ماینونو او ناچاوده توکو ۲۲۵ پېښې ثبت شوي چې له امله یې ۹۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۷۸ نور ټپيان شوي دي.
د یادې ادارې ویاند، محمد یوسف حماد، وایي چې د دغې ادارې د ماین پاکۍ د چارو د همغږۍ ریاست شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۵ کال د اپریل له میاشتې د ۲۰۲۶ کال د مارچ میاشتې تر پایه په افغانستان کې د ناچاوده توکو د چاودنې ۲۲۵ پېښې ثبت شوي دي.
هغه ویلي چې تر ټولو ډېرې (۴۰ پېښې) په کونړ ولایت کې ثبت شوي دي.
حماد زیاته کړې چې د یادو ۲۲۵ پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۶ کسان شهیدان شوي او ۳۷۸ نور ټپيان دي.
هغه ویلي چې یادې ادارې په تېر میلادي کال کې « ۹۴.۹ کیلومتره» په ماینونو ککړې سیمې پاکې کړي او څه باندې ۴۵ زره ماینونه یې کشف او خنثي کړي دي.
د ده د معلوماتو له مخې، دغې ادارې په یادو موده کې څه باندې دوه میلیونه کسانو ته د ماینونو د ګواښونو په اړه عامه پوهای هم ورکړی دی.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې ویاند ویلي چې سږ کال اسلامي امارت د ماینونو پاکولو برخې ته ۷۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړي.