Language

د کورنو د کرایو د کنټرول کمېټه: د ټول هېواد په کچه د استوګنیزو کورونو د کرایې لوړول منع دي

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت په مشرۍ د کورنو د کرایو د کنټرول کمېټې ـ چې د امنیه قوماندانۍ، استخباراتو، ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو استازي یې غړي دي ـ پرېکړه وکړه چې د ټول هېواد په کچه د استوګنیزو کورونو د کرایې لوړول منع دي.

د عدلیې وزارت نن (سه‌شنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي چې د کورونو د کرایو د کنټرول کمېټې د دغه وزارت د مرستیال مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ غونډه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي: «یادې کمېټې پرېکړه وکړه چې د ۱۴۰۵ کال لپاره د کورونو او استوګنیزو بلاکونو د کرایې معیار، هماغه د دوو کلونو مخکې (۱۴۰۳ کال) کرایه ده چې حد اکثر ۱۰ سلنه زیاتوالی دی او د استوګنیزو کورونو مالکین او د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصدیان حق نه‌لري چې له دې معیار څخه لوړه کرایه وټاکي.»

دغه راز په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې د غړو ادارو له استازو جوړې ځانګړې کمېټې، کابل کې د معاملو د لارښوونې دفترونه او استوګنیزو بلاکونه د کرایې له پلوه څاري، تر څو سرغړوونکی وپېژني او د قانوني تعقیب لپاره یې اړوندو ارګانونو ته معرفي کړي.