کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، دغه وزارت له یوې نړۍوالې موسسې سره د څه باندې ۱.۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ګډو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره د دغه وزارت او د «کډوالو لپاره د ناروې پلاوی» نړۍوالې موسسې ترمنځ د یو میلیون ۵۲۳ زره او ۵۹۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو.
سرچینې لیکلي، یاده موسسه به دغه پیسې په کابل، هرات، ننګرهار، کندهار، کندوز او بادغیس ولایتونو کې ۳ زره ۹۷ کورنیو ته د نغدي مرستو او د سرپناوو د ترمیم او جوړولو برخو کې مصرفوي.
د کډوالو وزارت لیکلي، اسلامي امارت په ټولنه کې د کډوالو او راستنېدونکو لپاره د متقابلې همکارۍ او مثبتو لاستهراوړنو پر ارزښت ټینګار کوي.