Language

د نړۍ یو شمېر هېوادونو او ملګرو ملتونو د ایران او امریکا ترمنځ د دوه اوونیز اوربند هرکلی کړی

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، جاپان، عراق، نیوزیلند، استرالیا، سوېلي کوریا او ملګري ملتونو د ایران او امریکا ترمنځ د دوه اوونیز اوربند هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې دواړه لوري باید د نړۍوالو اصولو پر بنسټ پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د راپورونو له مخې، د ایران د ملي امنیت عالي شورا ویلي چې ټاکل شوې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې د جمعې په ورځ (۲۱ وری) د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې پيل شي. ایران لس ماده‌ییزه طرحه وړاندې کړې ده او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي چې که هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي، امریکا به پر ایران بریدونه د دوو اوونیو لپاره ودروي.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا ټینګار کړی چې دا خبرې به «له امریکایي لوري سره د بشپړې بې‌باورۍ» په فضا کې پیل شي او د خبرو لپاره دوه اونۍ ځانګړې شوې دي؛ خو دا موده د دواړو لورو په هوکړه غځېدلی هم شي.

له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې که د هرمز تنګی پرانیستل شي، امریکا به پر ایران بریدونه د دوو اوونیو لپاره وځنډوي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېېش د اوربند هرکلی کړی او له ټولو لورو یې غوښتي چې په منځني ختیځ کې د اوږدمهاله سولې لپاره هڅې وکړي.

نوموړي د منځني ختیځ په روانه شخړه کې له ټولو ښکېلو لورو غوښتنه کړې چې د نړۍوالو قوانینو له مخې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د اوربند شرایط رعایت کړي، څو په سیمه کې د تلپاتې او هر اړخیزې سولې لپاره لاره هواره شي.

په همدې حال کې، د جاپان د حکومت ویاند مینورو کیهارا هم د اوربند هرکلی کړی او ویلي یې دي: «تر ټولو مهمه دا ده چې د کړکېچ کمولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي له لارې د خوندي سمندري تګ راتګ تضمین.»

هغه زیاته کړې، هیله لري د ډیپلوماسۍ له لارې ژر تر ژره وروستۍ هوکړه وشي.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې د اوربند هرکلی کوي، خو ټینګار یې کړی چې د ایران او امریکا ترمنځ باید جدي او دوامدارې خبرې اترې ترسره شي.

ورته مهال، د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزارت هم د اوربند هرکلی کړی؛ خو خبرداری یې ورکړی چې لا هم د سولې د ټینګښت لپاره «مهم کارونه» پاتې دي.

دغه وزارت ویلي: «که څه هم دا خبر هیله‌بښونکی دی، خو لا هم په راتلونکو ورځو کې د دوامدار اوربند د ټینګښت لپاره مهم او بنسټیز ګامونه اړین دي.»

د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې هېواد به یې په راتلونکو ورځو او اونیو کې د دې شخړې د تلپاتې حل لپاره د هر ډول هڅو ملاتړ وکړي.

بلخوا، د اسټرالیا د لومړي وزیر انټوني البانیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې هر څومره جګړه اوږده شي، هومره به یې د نړۍ پر اقتصاد اغېزې زیاتې او انساني تلفات او لګښتونه به یې هم لوړ شي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «اسټرالیا د اوربند ساتلو او د شخړې د حل غوښتونکی دی.»

د اسټرالیا لومړي وزیر له ټولو لورو غوښتنه کړې چې د بشردوستانه نړۍوالو قوانینو درناوی وکړي او د ملکي وګړو ژوند خوندي وساتي.

د سوېلي کوریا د بهرنیو چارو وزارت هم د اوربند هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې دغه اوربند به د هرمز تنګي له لارې د ټولو کښتیو، په ځانګړي ډول د دغه هېواد د کښتیو خوندي تګ راتګ ته زمینه برابره کړي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د سوېلي کوریا حکومت هیله لري چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې په بریالیتوب پای ته ورسېږي او په منځني ختیځ کې سوله او ثبات ژر تر ژره ټینګ شي.»

د راپور له مخې، د ايران په طرحه کې دغه ټکي چې امريکا دې په اصولي ډول د نه‌تجاوز تضمين ومني، د هرمز تنګي کنټرول دې د ايران په لاس کې پاتې شي، د يورانيمو غني کول دې ومني، ټول لومړني بنديزونه دې لغوه کړي، ټول ثانوي بنديزونه دې لرې کړي، د ملګرو ملتونو امنيت شورا ټول پرېکړه‌ليکونه دې پای ته ورسېږي، د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې د حکامو شورا ټول پرېکړه‌ليکونه دې لغوه شي، ايران ته دې د اوښتو زيانونو تاوان ورکړل شي، له سيمې دې امريکايي ځواکونه ووځي او په ټولو جبهو کې، په ځانګړي ډول د لبنان اسلامي مقاومت پر ضد دې جګړه ودرول شي، شامل دي.