کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ایران د ملي امنيت عالي شورا وايي چې ټاکل شوې له متحده ايالتونو سره خبرې اترې د جمعې په ورځ (د وري۲۱مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې پيل شي؛ ايران لس مادهییزه طرحه وړاندې کړې وه او ډونالډ ټرمپ هم ويلي چې که هرمز تنګی پرانيستل شي، پر ايران به بريدونه د دوو اونيو لپاره ودروي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ايران د ملي امنيت عالي شورا په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د امريکا له خوا وړاندې شوي ټول وړانديزونه يې رد کړي او پر ځای يې يو لس مادهییزه طرحه جوړه کړې چې د پاکستان په منځګړيتوب امريکا ته سپارل شوې ده.
دې شورا ټينګار کړی چې دا خبرې به «له امريکايي لوري سره د بشپړې بېباورۍ» په فضا کې پيل شي او د خبرو لپاره به دوه اونۍ ځانګړې شي، خو «دا موده د دواړو لورو په هوکړه غځېدلی هم شي.»
د شورا په خبره، د پاکستان له لوري ورته خبر ورکړل شوی چې امريکا د ايران وړانديز شوې طرحې په څېړلو سره د جګړې له پای ته رسېدو سره هوکړه کړې، «له همدې امله په لوړه کچه پرېکړه وشوه چې ايران به د دوو اونيو لپاره او يوازې د همدې اصولو پر بنسټ له امريکايي لوري سره په اسلاماباد کې خبرې کوي.»
ايران ټينګار کړی چې دا د جګړې د پای معنا نه لري او جګړه به هغه وخت پای ته رسېدلې وګڼي چې د لس مادهییزې طرحه کې د ایران د پام وړ اصول ومنل شي او د خبرو په ترڅ کې يې جزئيات هم وروستي شي.
د راپور له مخې، د ايران په طرحه کې دغه ټکي چې امريکا دې په اصولي ډول د نهتجاوز تضمين ومني، د هرمز تنګي کنټرول دې د ايران په لاس کې پاتې شي، د يورانيمو غني کول دې ومني، ټول لومړني بنديزونه دې لغوه کړي، ټول ثانوي بنديزونه دې لرې کړي، د ملګرو ملتونو امنيت شورا ټول پرېکړهليکونه دې پای ته ورسېږي، د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې د حکامو شورا ټول پرېکړهليکونه دې لغوه شي، ايران ته دې د اوښتو زيانونو تاوان ورکړل شي، له سيمې دې امريکايي ځواکونه ووځي او په ټولو جبهو کې، په ځانګړي ډول د لبنان اسلامي مقاومت پر ضد دې جګړه ودرول شي، شامل دي.
بل لور ته، د الجزیره د راپور له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبريالانو ته ويلي چې که د هرمز تنګی بېرته پرانيستل شي، امريکا به پر ايران خپل بريدونه د دوو اونيو لپاره ودروي.