Language

هرات کې د یوه ځوان کتاب‌پلورونکي کیسه چې د خلکو تر کورونو کتابونه ور وړي

هرات (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۵): د هرات یوه ځوان شاوخوا پنځه سوه زره افغانۍ پانګونه کړې او نږدې دوه زره ټوکه کتابونه یې برابر کړي څو د «پیک کتاب» په نوم یو نوښت پیل کړي؛ هغه طرحه چې له لارې یې کتابونه د هرات ښار او ولسوالیو ته رسېږي. فرهنګیان او ځايي مسوولین د دغه نوښت هرکلی او ملاتړ کوي.

دغه ځوان غلام‌فاروق محمودي نومېږي او د هرات ښار اوسېدونکی دی. نوموړي کتابونو ته د لاسرسي ستونزې ته په بل نظر کتل او داسې طرحه یې رامنځته کړه چې اوس د «پیک کتاب» په نوم پېژندل کېږي؛ یو ګرځنده نوښت چې کتابونه له محدودو الماریو راوباسي او ښار او ان ولسوالیو ته یې رسوي.

محمودي د شاوخوا پنځه سوه زره افغانیو په پانګونې سره د بېلابېلو برخو نږدې دوه زره ټوکه کتابونه راټول کړي او اوس دغه کتابونه د مطالعې مینه‌والو ته رسوي.

هغه خپل هدف داسې بیانوي: «غواړم د خلکو او کتاب ترمنځ واټن کم شي.»

د هغه په باور، ډېر کسان – په ځانګړي ډول په لرو پرتو سیمو کې – د ورځني ژوند د بوختیاوو له امله کتاب پلورنځیو ته د تګ فرصت یا امکان نه لري؛ همدا تشه ده چې محمودي غواړي ډکه یې کړي.

محمودي وایي، د دغه کار له لارې نه یوازې د کتاب لوستلو کلتور ته وده ورکوي، بلکې هڅه کوي د خپلې کورنۍ د ژوند لګښتونه هم برابر کړي.

هغه زیاته کړه: «په داسې ټولنه کې چې د ډېرو په خبره، د ټولنیزو شبکو تر سیوري لاندې ده او د انټرنېټ له بېځایه کارونې سره مخ ده او خلک ورو ورو له کتابه لرې کېږي، د مطالعې کلتور ژوندی ساتل اسانه کار نه دی.»

بلخوا، د هرات فرهنګیان دغه اقدام د ټولنې د فرهنګي ودې په لاره کې یو ارزښتناک ګام بولي.

د دغه ولایت یوه فرهنګي څېره جلیل‌احمد جوینده د دې طرحې هرکلی کوي او وایي: «هر هغه حرکت چې ځوانان کتاب ته وهڅوي، د ستاینې وړ دی.»

هغه له ښاریانو، په ځانګړي ډول له لوستي قشره غواړي چې د دې ډول نوښتونو ملاتړ وکړي او په ښار او ولسوالیو کې د دې طرحې د پراختیا زمینه برابره کړي.

له بلې خوا، د خلکو هرکلی هم ښيي چې پیک کتاب یا دغه ګرځنده کتاب پلورونکي سمه لاره غوره کړې ده.

د هرات یوه اوسېدونکي پویا احمدي په موسکا وویل: «د دې کار ښکلا په دې کې ده چې کتاب په موږ پسې راځي؛ نور مهمه نه ده چې د ښار په کومه برخه کې اوسېږو، کتاب راته د لاسرسي وړ دی.»

هغه ټینګار کوي چې د داسې ځوانانو ملاتړ د ټولنې د فکري ودې لپاره یوه پانګونه ده.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین هم د دغه نوښت ملاتړ کوي.

د دغه ریاست د فرهنګ او هنر امر مولوي عبدالمتین عادل وایي، «پیک کتاب» د مطالعې د کلتور د پیاوړتیا لپاره یو مهم نوښت دی او ټینګار کوي چې د ځوانانو له فرهنګي پروګرامونو به ملاتړ وشي.

په داسې وخت کې چې د مبایلونو روښانه سکرینونو د کاغذي پاڼو ځای نیولی، دغه ګرځنده کتاب‌پلورونکی هڅه کوي دا معادله یو څه بدله کړي؛ هغه هڅه چې ښايي په ظاهر کې ساده ښکاره شي، خو په اصل کې لوی پیغام لري: که خلک کتاب ته نه رسېږي، نو کتاب باید خلکو ته ورسېږي.