Language

د اسلام‌کلا له بندره شاوخوا ۲۷ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته ګرځول شوې ده

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۵): د معیار او کیفیت اداره وایي، د اسلام‌کلا بندر له لارې یې شاوخوا ۲۷ ټنه بې‌کیفیته نبشي ډوله اوسپنه بېرته صادروونکي هېواد ته مسترد کړې ده.

د معیار او کیفیت ادارې نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دې ادارې د کورنیو بازارونو خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه د اسلام‌کلا بندر له لارې شاوخوا ۲۷ ټنه بې‌کیفیته نبشي ډوله اوسپنه چې له کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود، له هر اړخیزې څېړنې او د کیفیت له دقیق کنټرول وروسته بېرته صادروونکي هېواد ته مسترد کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د ودانیزو توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په شفافه، منظمه او پرېکنده توګه روانه ده او د بې‌کیفیته او د خلکو روغتیا ته د زیان‌رسوونکو توکو د واردېدو پر وړاندې به هیڅ ډول نرمښت ونه ښودل شي.

د معیار او کیفیت ادارې له ټولو سوداګرو او واردوونکو غوښتي چې کورني معیارونه په جدي توګه په پام کې ونیسي او د یو باکیفیته او سالم بازار په رامنځته کولو کې خپل دیني مسوولیت ادا کړي.