کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کمعمره ملي لوبډله د اسیا د اتلولۍ (کافا) سیالیو په لړ کې نن له اوزبېکستان سره خپله درېیمه لوبه ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې د هېواد د فوټبال له ۱۷ کلنو کمعمره ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال اسیا اتلولۍ سیالیو په لړ کې نن له اوربېکستان سره لوبه ترسره کوي.
دغه لوبه د افغانستان پر وخت د مازدیګر په ۴:۳۰ بجې په اوزبېکستان کې ترسره کېږي.
کافا سیالۍ د افغانستان، قرغیزستان، اوزبېکستان، تاجکستان او ترکمنستان لوبډلو ترمنځ په اوزبېکستان کې روانې دي.
د یادونې ده، افغانستان په دغو سیالیو کې له دې مخکې دوه لوبې ترسره کړې چې لومړۍ لوبه یې قرغیزستان ته بایللې او دویمه لوبه یې له ترکمنستان سره مساوي کړې ده.