Language

ننګرهار کې د راستنېدونکو کډوالو یوه موټر چپه کېدو له امله یو کس مړ او ۳۵ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۵): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د سره‌رود ولسوالۍ مربوطاتو کې د راستنېدونکو کډوالو لېږدوونکی یو موټر چپه شوی چې له امله یې یو کس مړ او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې یاده پېښه تېره شپه د سره‌رود ولسوالۍ اړوند په شیخ مصري سیمه کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې د پېښې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې لیکلي، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د سره‌رود ولسوالۍ امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې په موخه د ولسوالۍ او حوزوي روغتونونو ته لېږدولي دي.