فیروزکوه (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۵): په بادغیس کې کارپوهان او باغلرونکي وایي، سره له دې چې په تېرو کلونو کې د پستې ځنګلونه په څرګند ډول کم شوي، خو د دغو ځنګلونو بیا احیا، د معیاري باغونو جوړول، د پروسس برخه کې پانګونه او د کورنیو او نړۍوالو بازارونو برابرول کولای شي د دغه ولایت پسته د زرګونو کورنیو لپاره د عاید مهمه سرچینه او د هېواد یو مهم صادراتي محصول وګرځوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د معلوماتو له مخې، د بادغیس د پستې ځنګلونه چې یو وخت یې څه باندې ۹۰ زره هکټاره پراخوالی درلود، اوس تر ۴۰ زره هکټارو پورې راکم شوي دي؛ خو په وروستیو کلونو کې د دولت او نړۍوالو بنسټونو په هڅو د دغو ځنګلونو لسګونه زره هکټاره بېرته احیا شوي او میلیونونه نوي نیالګي هم کرل شوي دي.
د پستې باغونو ته پاملرنه کولای شي د بادغیس اقتصاد بدل کړي
په بادغیس کې د کرنې چارو کارپوه عبدالسلام پژواک ته وویل چې د دغه ولایت پسته د هېواد له باکیفیته طبیعي محصولاتو څخه ده او د سیمهییز اقتصاد د ودې لپاره لوړ ظرفیت لري.
د هغه په خبره، د پستې ځنګلونو د ساتنې برخه کې د منظم مدیریت نشتوالی، د حاصل د راټولولو دودیزې طریقې او د پانګونې کمښت د دغه سکټور له اساسي ستونزو څخه شمېرل کېږي.
نوموړي وویل: «سره له دې چې د پستې د باغونو جوړولو او د پستهلق سیمو د ساتنې لپاره هڅې شوې دي، خو لا هم اړتیا ده چې د دغو ځنګلونو ساتنه لا پیاوړې شي او په دې برخه کې پانګونه زیاته شي. تر ټولو مهمه دا ده چې د پستې د تولید او پروسس برخې ته جدي پاملرنه وشي او د حاصل راټولولو له هغو دودیزو لارو مخنیوی وشي چې دغه محصول ته زیان رسوي.»
هغه زیاتوي، که د پستې د ځنګلونو د بیا احیا، د معیاري باغونو جوړولو، د بزګرانو روزنې او د مناسبو بازارونو برابرولو لپاره مشخص پروګرامونه عملي شي، دغه محصول کولای شي د خلکو د عاید مهمه سرچینه او ان د هېواد د صادراتو یو مهم توکی وګرځي.
د هغه په باور، دغه سکټور ته د دولت او ملاتړو بنسټونو زیاته پاملرنه کولای شي په بادغیس کې د فقر کمولو او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.
له بلې خوا، د دغه ولایت د اقتصادي چارو یو کارپوه عبدالغني عمري وایي: «که د بادغیس د پستې لپاره منظم کورني او بهرني بازارونه رامنځته شي او د هغې د بستهبندۍ او پروسس برخه کې پانګونه وشي، دا محصول به لا ډېر ارزښت پیدا کړي او د بزګرانو او د سیمې د خلکو عاید به په څرګند ډول زیات کړي.»
د هغه په وینا، د بادغیس پسته د خپل لوړ کیفیت او ښه خوند له امله لوړ اقتصادي ارزښت لري او په بازارونو کې په لوړه بیه پلورل کېږي.
هغه زیاتوي، که په دغه ولایت کې د پستې ځنګلونه پراخ شي او له منځه تللي باغونه او ځنګلونه بېرته احیا او په سمه توګه وساتل شي، دغه کار به د دغه ولایت د اقتصادي وضعیت په ښهوالي او د بېکارۍ په کمېدو کې اساسي رول ولوبوي.
نوموړي وویل: «اوس مهال د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې زرګونه کورنۍ په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د پستې د راټولولو او پلور له لارې خپل ژوند پر مخ وړي؛ خو د مناسبو بنسټیزو اسانتیاوو نشتوالی، د سړو خونو کمښت او د بازارموندنې ستونزې هغه لوی خنډونه دي چې د دغه محصول د بشپړې استفادې مخه نیسي.»
د هغه په خبره، د سړو خونو کمښت، د منظم بازار نشتوالی او د حاصل راټولولو دودیزې لارې هغه مهمې ستونزې دي چې باغلرونکي ورسره مخ دي.
هغه له اړوندو ادارو غواړي چې د پستې د ځنګلونو ساتنې، د حاصل پر وخت راټولولو او د معیاري بستهبندۍ برخو کې جدي پاملرنه وکړي.
باغلرونکي: د پستې برخه کې پانګونه اړینه ده
د دغه ولایت یو باغلرونکی رمضان سلیماني وایي چې د بادغیس اقلیم د پستې د ودې او حاصل ورکولو لپاره ډېر مناسب دی او باید په دې برخه کې زیاته پانګونه وشي.
هغه وویل: «که دولت او اړوند بنسټونه زموږ ملاتړ وکړي او موږ ته د پستې نیالګي راووېشي، زموږ اقتصادي وضعیت به ډېر ښه شي.»
له بلې خوا، غلامحیدر چې د بادغیس یو بل باغلرونکی دی، وایي چې د پستې ځنګلونه د دغه ولایت د خلکو لپاره د عاید مهمه سرچینه ده او که دا برخه نوره هم پراخه شي، هم به د کورنیو اقتصاد ښه شي او هم به د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي.
هغه د پستې د ونو پرې کېدو ته په اشاره وویل چې مسوولین باید په جدي ډول د دغو ونو د وهلو مخه ونیسي.
مسوولین د پستې ځنګلونو د بیا احیا برخه کې د هڅو یادونه کوي
د بادغیس ځايي مسوولین وایي چې د عامه پوهاوي پروګرامونو او د ساتنیزو اقداماتو په پیلولو سره د پستې د ونو د ناقانونه وهلو د مخنیوي او د دغو ځنګلونو د مدیریت ښه کولو هڅې زیاتې شوې دي او مثبتې پایلې یې لرلې دي.
د بادغیس د والي ویاند رحیمالدین رحیمي وایي، دوی د پستې د ونو د ناقانونه پرې کېدو د مخنیوي، د خلکو د پوهاوي لوړولو او د پستې د ځنګلونو د مدیریت ښه کولو لپاره پروګرامونه پیل کړي چې تر اوسه یې د پام وړ پایلې ورکړې دي.
هغه وویل: «موږ د پستې د ځنګلونو ساتنې ته ژمن یو او د خلکو او د امنیتي شنې قطعې په همکارۍ هڅه کوو چې د دغو ونو د ناقانونه پرې کېدو مخه ونیسو. همدارنګه د دې محصول د بازار ښه کولو، پروسس او صادراتو لپاره هم پلانونه لرو.»
د هغه په خبره، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د ۱۳۹۸ کال د معلوماتو له مخې، په بادغیس کې د پستې او ارچې د ځنګلونو ټولیزه ساحه ۱۵۷ زره او ۵۲ هکټاره ده چې شاوخوا ۹۰ سلنه یې د پستې ځنګلونه جوړوي.
هغه وایي چې د بادغیس مناسب اقلیم او پراخه ځمکه دا زمینه برابروي چې دولت او خلک وکولای شي د پستې نور باغونه هم جوړ کړي.
نوموړي زیاته کړه: «د اسلامي امارت له لوري په تېرو څلورو کلونو کې د پراختیايي پروژو او همکارو موسسو له لارې د پستې شاوخوا ۳۵۰۰ هکټاره ځنګلونه بېرته احیا شوي او نږدې څلور زره هکټاره د پستې باغونه هم د خلکو له لوري جوړ شوي دي.»
هغه ټینګار وکړ چې په ټوله کې له ۱۳۹۸ کال وروسته تر اوسه شاوخوا ۲۵ زره هکټاره ځمکه بېرته د پستې تر ځنګلونو لاندې راغلې ده.
هغه دغهراز زیاته کړه چې د سیمې ډېر خلک د فقر او سون توکو نشتوالي له امله د پستې او ارچې ونې پرې کوي؛ خو د دغه ولایت د شنې قطعې ځواکونو ګڼ شمېر کسان نیولي او هڅې روانې دي څو د بادغیس د پستې ځنګلونه په ښه توګه وساتل شي.