Language

اتحاد هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې ډېروي

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۵): د متحده عربي اماراتو اړوند «اتحاد» هوايي شرکت اعلان کړی چې د کابل ـ ابوظبي ترمنځ به خپلې الوتنې د ۲۰۲۶ کال د مې له لومړۍ نېټې ورځنۍ کړي.

«اتحاد» هوايي شرکت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، دا پرېکړه د خلکو د پام وړ زياتې شوې غوښتنې له امله، د دې لارې د الوتنو له پيله څو اونۍ وروسته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ډېر ژر به په دغه مسير کې ورځنۍ الوتنې پيل شي.

د ياد شرکت د عوايدو او سوداګريزو چارو مشر اريک ډي ويلي: «د مارچ له مياشتې راهيسې چې کابل ته الوتنې پيل شوې، موږ د هغو مسافرو له لوري قوي او دوامداره غوښتنه ليدلې چې د افغانستان، متحده عربي اماراتو او تر دې هاخوا سفر کوي. د الوتنو ورځنۍ کول موږ ته دا امکان راکوي چې مسافرو ته لا زياته اسانتيا برابره کړو، په عين حال کې د افغان کډوالو ترمنځ اړيکې پياوړې کړو او د مخ پر ودې اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ملاتړ وکړو.»

دغه شرکت زياته کړې چې د الوتنو ورځنۍ کېدل به د سفر اسانتياوې ډېرې کړي او د کابل، ابوظبي او د اتحاد نړۍوالې شبکې د نورو مقاصدو ترمنځ به نښلوونکې اړيکې لا پياوړې کړي.

اتحاد هوايي شرکت د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۲۰مه نېټه افغانستان ته خپلې الوتنې د کابل او ابوظبۍ ترمنځ په اونۍ کې د څلورو الوتنو په ترسره کولو پيل کړې وې.