کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، په لبنان کې د جګړې دوام او د اسرائيلو بريدونه د ايران او امريکا متحده ايالتونو ترمنځ اوربند او سيمه کې د پایداره سولې د هڅو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.
د راپورونو له مخې، اسرائيلو په لبنان کې پر ځينو هدفونو نوي بريدونه پيل کړي چې دغه اقدام د امريکا او ايران ترمنځ اوربند له جدي ګواښ سره مخ کړی او حزبالله هم اعلان کړی چې خپل بريدونه يې بېرته پيل کړي دي.
د اسرائيلو د بريدونو په تر ټولو لويه څپه کې له ۲۵۰ زيات کسان وژل شوي او د اوربند د تړون له منځه تلو په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش ويلي چې ټول لوري بايد سمدستي خصومتونه ودروي او د دې جګړې لپاره هيڅ پوځي حللاره نشته.
هغه ټينګار کړی چې نړۍوال قانون، په ځانګړې توګه بشردوستانه حقوق، بايد په هر حالت کې مراعات شي او ملکي وګړي او ملکي تاسيسات بايد تل خوندي وساتل شي.
نوموړي له ټولو خواوو غوښتي چې له ډيپلوماټيکو لارو کار واخلي او د امنيت شورا د ۱۷۰۱ پرېکړهليک بشپړ عملي کولو ته ژمن پاتې شي، څو په سيمه کې ثبات او سوله وساتل شي.