لوګر (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۵): د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او ١٥ نور ټپیان شوي دي.
د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند، مولوي احمدالله انس، پژواک ته وویل چې پېښه تېره ورځ مازدیګر د جمعهکلا په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو “بکسه” موټر د موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله له کنټروله ووت او له یوه استوګنیز کور سره وجنګېد.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې یو تنکی ځوان مړ شوی او ۱۵ نور کسان ټپیان شوي دي.
انس زیاتوي چې پولیسو ټپیان د نائب امانالله خان مرکزي روغتون او د کنجک ۳۰۰ بستریز روغتون ته لېږدولي دي.
د هغه په وینا، د ټپیانو له ډلې د دوو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو د پاتې نورو ټپونه سرسري دي.
د لوګر امنیه قوماندانۍ د پېښې اصلي لامل د موټرچلوونکي بېاحتیاطي ښيي او له موټرچلوونکو غواړي چې ترافیکي اصول مراعات وکړي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.