کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کمعمره ملي لوبډله د اسیا د اتلولۍ (کافا) سیالیو په لړ کې په خپله څلورمه او وروستۍ لوبه کې له تاجکستانه ماتې وخوړه.
دغه لوبه نن د افغانستان پر وخت له غرمې وروسته د ماسپښین ۱:۳۰ بجه په اوزبېکستان کې ترسره شوه چې ۳ پر ۲ تاجکستان وګټله.
دغهراز، افغانستان په دغو سیالیو کې له دې مخکې درې لوبې ترسره کړې چې لومړۍ لوبه یې قرغیزستان ته بایللې، دویمه لوبه یې له ترکمنستان سره مساوي کړې او په درېیمه لوبه کې یې له اوزبېکستانه هم ماتې خوړلې وه.