Language

د سرحدي پولیسو لوی رئیس منسوبینو ته: ځانونه خادمان وبولئ، نه حاکمان

کابل (پژواک، ٢٢ وری ١٤٠٥): د سرحدي پولیسو رئیس د دغه ریاست د رهبرۍ په ناسته کې د سرحدي پولیسو له مسوبینو غوښتي چې ځانونه د خلکو خادمان وبولي نه حاکمان، او د دغه ریاست پوځي مرستیال په تورخم کې د یادو پولیسو له پوستو د لیدنې پر مهال مسوولينو ته د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا او راتلونکو کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو سپارښتنې کړي.
د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله فاروقي وايي چې د سرحدي پولیسو لوی رئیس مولوي حزب الله افغان د یاد ریاست منسوبینو ته د رهبرۍ په ناسته کې ويلي:
“موږ او تاسو دلته د ولس د خدمت لپاره توظیف شوي یو، هر کله چې مسوولیت ته حاضرېږئ ځان خادم وبولئ نه حاکم.”
هغه له مسوولينو غوښتي چې خپلو دندو او مسؤلیتونو ته پابند اوسي، ځکه چې “په مسوولیتونو کې ذره بې‌غوري هم د منلو وړ نه ده.”

دغه راز فاروقي پژواک ته وویل چې د سرحدي پولیسو پوځي مرستیال مولوي عبدالمنان حسان نن تورخم ته د سفر پر مهال د تورخم له کمیسارۍ، د سرحدي پولیسو له پوستو او چیک‌پاینټونو لیدنه کړې او د راتلونکو افغان کډوالو وضعیت یې څېړلی دی.
د سرحدي پولیسو ویاند وايي چې حسان مسوولینو ته د چارو د لا ښه سمون، امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا او راتلونکو کډوالو ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په برخو کې لازمې لارښوونې کړي دي.