کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۵): د کابل ښاروالي وایي چې په روان ۱۴۰۵ کال کې به د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې نهه میلیارد افغانیو په لګښت ۲۳۳ پرمختیایي پروژې پلې کړي.
د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ، نظارت او ارزونې رئیس انجنیر محمدقاسم افغان نن د حکومت د رسنیو مرکز کې یوې غونډې ته وویل چې په دغو پروژو کې د سړکونو او هوایي پلونو جوړول، استملاک، زرغونتیا، ودانیزې او د بیارغونې چارې شاملېږي.
هغه زیاته کړه چې ښاروالۍ په ۱۴۰۵ کال کې د دغو پروژو د تطبیق لپاره ټولټال ۹ میلیارده او څه باندې ۱۲۳ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې کړې ده.
دغهرازؤ په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ کلتوري سلاکار او استازي نعمتالله بارکزي وویل چې کابل ښاروالۍ په تېرو شاوخوا څلورنیمو کلونو کې ۴۵۰ کیلومتره سړکونه جوړ کړي چې ډلې یې ۱۳۷ کیلومتره یوازې په تېر ۱۴۰۴ کال کې جوړ شوي دي.
هغه زیاته کړه، کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۰ کال له کب میاشتې بیا د ۱۴۰۴ کال تر همدې مودې ۲۸.۹ میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي.
دی وایي، کابل ښاروالۍ په تېرو شاوخوا څلورنیمو کلونو کې د ښار د زرغونتیا لپاره ۶۳۹۹۰۱۹ نیالګي او بوټي تولید او تکثیر کړي او ایښي یې دي او په همدارنګه په یاده موده کې په کابل ښار کې ۱۲ پارکونه جوړ او بیارغول شوي او درې نور پارکونه تر کار لاندې دي.
نوموړی وایي، د ښار د روښانتیا او ښکلا په موخه، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۲۹۳۳۹ پایې څراغونه فعال او د عمومي او فرعي سړکونو ۱۳۰ کیلومتره جدولونه رنګ شوي دي.
د بارکزي د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۰ له زمري میاشتې څخه د ۱۴۰۴ د کب میاشتې تر پای پورې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۱۱۲۸۷ جایدادونو د استملاک چارې ترسره شوې دي.
هغه وویل چې په تېر ۱۴۰۴ کال کې ۲۵۸ پراختیایي پروژې تر کار لاندې وې چې د ډېرو چارې یې بشپړې شوې او ځینې تر کار لاندې دي.