Language

کابل کې د ملک سلمان بنسټ له دوه زره کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۵): د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ په کابل ښار کې له دوه زره بې‌وزلو، بې‌ځایه شوو او راستنو شوو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د کابل د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د راستنېدنې او ادغام امر مولوي شېرمحمد خبریالانو ته وویل چې دا مرسته د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري د «توحید موسسې» په تخنیکي همکارۍ راستنېدونکو، داخلي بې‌ځایه شوو او اړمنو کورنیو ته وېشل شوې ده.

هغه زیاته کړه، په هر مرسته شوي بسته کې یوه بوجۍ اوړه، یو بوتل غوړي، پنځه کیلو وریجې، پنځه کیلو بوره او پنځه کیلو لوبیا شامل دي.

هغه زیاته کړې چې له ایران او پاکستانه راستانه شوی کډوال په کابل کې له سختو شرایطو سره مخ دي او د بارانونو په ورځو کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

مولوي شېرمحمد ویلي چې دا مرستې بسنه نه کوي او خیریه بنسټونه باید له دغو کډوالو سره لا زیاتې مرستې وکړي.

د نوموړي په خبره، تر اوسه شاوخوا ۴۰ زره اړمنو او راستنو شوو کورنیو په کابل کې د بېلابېلو خیریه بنسټونو له لوري نغدي او خوراکي مرستې ترلاسه کړې دي او تمه ده چې په راتلونکي کې هم دا لړۍ دوام وکړي.

هغه د مرستو په وېش کې د شفافیت ډاډ ورکړی دی.

بلخوا، د «توحید موسسې» اداري مسوول ابراهیم فضلي ویلي چې دغه بهیر تر اوسه په ۲۴ ولایتونو کې پلی شوی او په نږدې راتلونکي کې به په نورو ولایتونو کې هم عملي شي.

نوموړي ویلي چې په دغه بهیر کې د ولایتونو د اقتصاد او کډوالو چارو ریاستونه هم شامل دي.

په همدې حال کې، کابل کې یوه راستون شوي شفیع‌الله ویلي چې له پاکستانه په جبري ډول راایستل شوی او اوس له سختو ستونزو سره مخ دی.

هغه زیاته کړې چې دا مرستې ورته بسنه نه کوي او له اسلامي امارت او نورو مرستندویه بنسټونو د مرستو د دوام غوښتنه کوي.

یوه بل راستون شوي عبدالواحد هم د دغو مرستو له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړې، خو ویلي یې دي چې دا مرستې بسنه نه کوي او وایي چې د کار زمینه دې ورته برابره شي.