کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۵): د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یوه پلاوي په مشرۍ د تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا په موخه روسیې ته تللی دی.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دا رسمي شپږ ورځنی سفر به د روسیې مسکو او سنپټرزبورګ ښارونو ته وي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پلاوی به د روان کال د اپرېل له ۱۲مې تر ۱۷مې پورې د کرنې برخه کې له مهمو علمي او تخنیکي مرکزونو لیدنه وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د پلاوي په ترکیب کې د مالدارۍ د خدمتونو عمومي رییس، د بنسټیزو، تطبیقي او موافقوي څېړنو رییس او د دغه وزارت یو شمېر تخنیکي متخصصین شامل دي.
سرچینې زیاته کړې چې د دغه سفر اساسي موخه د نباتي او حیواني قرنطین برخو کې د تخنیکي وړتیاوو لوړول، د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د کنټرول سیسټمونو ښه کول او له پرمختللو کرنیزو سیسټمونو سره بلدتیا ده.
همدارنګه، پلاوی به هڅه وکړي چې په دې برخو کې د روسیې له تجربو او لاستهراوړنو ګټه واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.
د کرنې وزارت ویلي چې د پلان له مخې، دغه پلاوی به له بندري سیسټمونو او صادراتي بهیرونو هم لیدنه وکړي او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د اسانتیاوو په اړه به خبرې اترې ترسره کړي.
همدارنګه، دوی به د نباتي ناروغیو د تشخیص له لابراتوارونو، د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د ارزونې له مرکزونو او د افتونو د کنټرول او قرنطین اړوندو څېړنیزو بنسټونو هم لیدنه وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «همدارنګه، ټاکل شوې چې د روسیې فدراسیون له اړوندو بنسټونو سره رسمي ناستې ترسره شي چې پکې به د تخنیکي همکاریو پیاوړتیا، د تجربو انتقال او د کرنې برخه کې د دوامدارو اړیکو پر جوړولو ټینګار وشي.»
د کرنې وزارت هیله څرګنده کړې چې دغه سفر به د تخنیکي ظرفیتونو لوړولو، د نړۍوالو معیارونو پلي کولو او د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا برخه کې مثبتې او اغېزناکې پایلې ولري.