Language

ریچارډ پایبس: هڅه کوم د افغانستان کرکټ لا وغوړوم

کابل (پژواک، ٢٣ وری ١٤٠٥): د کرکټ ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی وایي، هڅه به وکړي د افغانستان کرکټ په هره برخه کې لا وغوړوي او تخنیکي او نورو برخو ته به یې پاملرنه ډېره کړي.

انګلیستانی ریچارډ پایبس د روان کال په فبرورۍ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو، نوموړی پرون افغانستان ته راغلی دی.

هغه نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، خوښ دی چې دلته راغلی او د کرکټ بورډ له مسوولينو او لوبغاړو سره یې پر بېلابېلو برخو خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه: «موږ په راتلونکي کې هڅه کوو چې د افغانستان کرکټ په هره برخه کې وغوړېږي. موږ ټول به په هڅه کوو چې په ګډه کار وکړو څو د افغانستان کرکټ ورسره پرمختګ وکړي.»

نوموړی وایي، دی به هڅه وکړي چې د افغانستان ټېسټ کرکټ ته ډېره پاملرنه وکړي؛ ځکه کرکټ کې یې دغه برخه ډېره خوښېږي.

دی وایي، د افغانستان د تېز توپ‌اچوونکي برخه کې ښه وړتیاوې لري او دی به هڅه وکړي چې دې برخې ته هم ډېره پاملرنه وکړي څو پرمختګ وکړي.

په دې غونډه کې د کرکټ بورډ د لوړو مهارتونو مشر دولت احمدزي وویل چې له نوي روزونکي سره یې پر تخنیکي او نورو برخو خبرې کړې څو څنګه د کورني کرکټ د لوبغاړو وړتیاوې لوړې کړي.

هغه زیاته کړه، دوی به هڅه وکړي څو د کورني کرکټ او نړۍوال کرکټ ترمنځ چې کومې خالیګاوې دي، له منځه یوسي.

نوموړی وایي، له نوي روزونکي سره یې پر دې هم خبرې کړي چې څنګه په هېواد کې تېز توپ‌اچوونکي پیدا کړي او د ډېر وخت لپاره یې وروزي.

د افغانستان د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي وویل، مخکې به دوی روزونکو ته له هېواده بهر ورتلل خو دا دی اوس نوی مشر روزونکی په خپله افغانستان ته راغلی دی.

هغه وایي، د مشر روزونکي راتګ افغانستان ته ښه دی؛ ځکه نوموړی به د کورني کرکټ لوبغاړي له نږدې وګوري څو د لوبغاړو وړتیاوې ورته معلومې شي او کوم پلان چې نوموړی ورکوي، دوی به یې عملي کوي.

شهیدي وویل چې افغان لوبډله په روان کال کې له هند سره یوه ټېسټ او درې یو ورځنۍ لوبې لري؛ یادو لوبو ته د چمتووالي په موخه په کابل کې د څلورو اونیو لپاره تمریناتي کمپ پیل کړی دی.

په یاده غونډه د شل‌اوریزو لوبو لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ وویل، دغه کمپ چې د نوي مشر روزونکي تر لارښوونې لاندې په افغانستان کې ترسره کېږي، زیاتره ځوانو لوبغاړو ته په کې ځای ورکړل شوې دی.

نوموړی وایي، په یاد کمپ کې به تجربه‌لرونکي لوبغاړي له نوو ځوانانو سره خپلې تجربې شریکې کړي.

د یادونې ده، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د روان ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کې له هند سره یوه ټېسټ او درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي.