کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۵): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر له اوزبېکستاني چارواکو سره په لیدنه کې له افغانستانه د غوښې د صادراتو، د اوزبېکستان له لوري د کرنیزو وسایلو برابرولو، د ترانزیټي اسانتیاوو رامنځته کولو او حیرتان بندر کې د قرنطین مرکز جوړولو په اړه خبرې کړې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي عطاءالله عمري د اوزبېکستان اندیجان ولایت له والي عبدالرحمانوف شخرتک، په کابل کې د دغه هېواد له سفیر اویبک عثمانوف او یو شمېر سوداګرو سره د دوهاړخیزو همکاریو پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.
سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې له افغانستانه د غوښې صادراتو، د اوزبېکستان له لوري د کرنیزو وسایلو برابرولو، د ترانزیټي اسانتیاوو رامنځته کولو، د چرګوړو (چوزې) او نطفهلرونکو هګیو د وارداتو، اصلاحشوو تخمونو او حیرتان بندر کې د قرنطین مرکز جوړولو په اړه خبرې شوې او دواړو لورو دغهراز د ګډو هوکړو له لارې د اوږدمهالو موخو پر ترلاسه کولو ټینګار وکړ.
عطاءالله عمري ویلي، افغانستان چمتو دی چې له اوزبېکستان سره په ګډه کرنیز محصولات تولید، پروسس او د سیمې بازارونو ته صادر کړي.
هغه له اوزبېکستاني چارواکو غوښتي څو د سوداګرو لپاره لا ډېرې ترانزیټي اسانتیاوې برابرې کړي.
د کرنې وزیر زیاته کړې چې د ترسره شوو هڅو په پایله کې اوزبېکستان او ایران ته د غوښې صادرات په منظم ډول پیل شوي، خو د دغو صادراتو زیاتوالی لا ډېرې پانګونې او د مالدارۍ معیاري فارمونو جوړولو ته اړتیا لري.
نوموړي د دواړو هېوادونو له خصوصي سکټوره وغوښتل چې د بازار اړتیاوو پوره کولو او د ګډې سوداګرۍ پراختیا لپاره نږدې همکاري وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي، د اندیجان والي له افغانستانه اوزبېکستان ته د غوښې د صادراتو د پیل هرکلی کړی او دا یې د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بللی دی.
سرچینه زیاتوي، نوموړي دغهراز د کرنیزو وسایلو پر برابرولو او د اقتصادي موخو ترلاسه کولو لپاره د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.