Language

وروستي ورښتونو په هېواد کې خلک او بزګران هیله‌من کړي دي

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۵): یو شمېر کارپوهان او بزګران وايي چې وروستیو ورښتونو په هېواد کې د کرنې وضعیت ښه کړی او دا یې د نباتي پوښ د بیا راژوندي کېدو او د وچکالۍ د اغېزو کمېدو لپاره یو مهم فرصت بللی دی. د اوبو او انرژۍ وزارت هم د دغو ورښتونو مثبتې اغېزې تاییدوي، خو ټینګار کوي چې د اوبیزو سرچینو ښه مدیریت او زېرمه کول لا هم جدي اړتیا ده.

د یادونې ده، د ۱۴۰۴ کال د کب له وروستیو څخه تر تېرې اونۍ پورې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې ورښتونه وشول.

په وروستیو ورځو کې د هېواد خلکو د کابل سیند، د شکردرې شاه او عروس بند، قرغې بند، د هرات پاشدان بند او نورو بندونو او سیندونو انځورونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي او په هغو کې یې د اوبو پر ډېرېدو خوښی څرګنده کړې ده.

خو دغو ورښتونو مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه هم واړول.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال د وري له ۶مې تر ۲۲مې پورې د بارانونو، سېلابونو، زلزلو، د کورونو چتونو لوېدو او ځمک‌ښویېدو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۷۹ کسان شهیدان، ۲۳۸ ټپیان او ۹ نور نادرکه شوي دي. دغه‌راز، په دې موده کې ۱۲۷۷ کورونه په بشپړ او ۵۷۷۰ نور په جزوي ډول ویجاړ شوي او ۳۷۲ کیلومتره سړکونه هم له منځه تللي دي.

سره له دې، دغه ورښتونه بزګران د راتلونکو حاصلاتو په اړه هیله‌من کړي دي.

د هرات د ګذرې ولسوالۍ یو ځمکوال عبدالسلام پژواک ته وویل، که څه هم وروستیو بارانونو تر ډېره د ځمکې لاندې اوبو کچه نه ده لوړه کړې او ځیني مالي زیانونه او مرګ‌ژوبله یې هم اړولي، خو بیا یې هم د دوی کرنې ته نوی رنګ او تازه‌والی ورکړی دی.

هغه زیاته کړه چې په بندونو کې د اوبو شتون او په سیندونو او ویالو کې د اوبو بهېدل د روان کال لپاره د کرنې لپاره د ښه موسم نښه ده.

د نوموړي په وینا، د دغو ورښتونو له امله دښتې او څرځایونه شنه شوي او څاروي هم ترې ګټه اخلي.

له بلې خوا، عبدالکریم چې له شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې د غور د مرکز فیروزکوه د پولزیچ سیمې او شاوخوا کلیو کې اوبیز او للمي غنم، کچالو او نور خوراکي توکي کري، وویل چې د سږ کال ورښتونه د کرنې لپاره ډېر ګټور دي؛ ځکه هغه ځمکې چې پخوا وچې شوې وې، اوس لندې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د وروستیو بارانونو له امله په غرونو او دښتو کې ډېر واښه راټوکېدلي او څاروي ترې ګټه اخلي.

دی وايي: «له کله چې بارانونه په منظم ډول ورېږي، زموږ ځمکې ډېرې ګټمنې شوې؛ څو کاله پرله‌پسې وچکالي وه او ورښتونه کم وو، خو اوس ځمکه ښه لنده شوې او ډېرو اوبو ته اړتیا نه لري.»

عبدالکریم چې هیله لري له سږني ورښتونو سره به یې حاصلات ډېر شي، وویل چې د ځینو څا‌ګانو د اوبو کچه هم یو څه لوړه شوې او وضعیت ښه شوی دی.

هغه وویل: «پخوا ډېرې څا‌ګانې نږدې وچې شوې وې، خو اوس لږې اوبه پکې پیدا شوې دي؛ هیله ده بارانونه دوام وکړي، کنه په دوبي کې به بیا د اوبو کچه ټیټه شي او کمښت به یې رامنځته شي.»

هغه د دې په ویلو سره چې ځینې هغه ځمکې چې د وچکالۍ له امله بې‌کاره شوې وې، اوس بېرته د کرنې لپاره چمتو شوې دي وویل: «موږ خپلې للمي ځمکې د تراکتور په وسیله واړولې او غنم مو وکرل. سږ کال مو ۲۳ جریب هغه ځمکه هم وکرله چې پخوا نه کرل کېده، اوس یې غنم راټوکېدلي او موږ ډېر ورته خوشاله یو.»

نوموړي د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د بندونو او د اوبو د زېرمو جوړېدو غوښتنه وکړه.

دغه‌راز، د پنجشېر د رُخې ولسوالۍ یوه بزګر هدایت‌الله وویل چې د روانې میاشتې پرله‌پسې ورښتونو تر ډېره وچکالي کمه کړې او د سیندونو، جهیلونو او کارېزونو اوبه ورسره ډېرې شوې دي.

د هغه په خبره، د پنجشېر ډېری خلک په مالدارۍ او کرنه بوخت دي او دغه ورښتونه د هغوی د اوس او راتلونکي لپاره ګټور دي.

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه وروستیو بارانونو ځینو خټینو کورونو ته زیان اړولی، خو له نېکه مرغه چې ځاني تلفات نه لري.»

د خوست د تڼیو ولسوالۍ یوه بزګر شریف‌الله هم وویل چې د دغو ورښتونو له امله د کارېزونو اوبه زیاتې شوې او حاصلات به هم ورسره ښه شي.

د کابل د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکی فواد وايي چې د شاه او عروس بند اوبه زیاتې شوې او دا ورښتونه کولای شي د وچکالۍ په کمېدو کې مرسته وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې اوس باید له دغو اوبو سمه استفاده وشي، څو خلکو ته یې ګټه ورسېږي.

فواد وویل: «که اوبه ونه لرو، سمه کرنه نه شو کولای. ان‌شاءالله سږ کال به ډېرې مېوې او سابه ولرو.»

د چاپېریالي چارو کارپوه: وروستي ورښتونه غیرمعمولي نه دي

د چاپېریالي چارو کارپوه سیدمحمد سلیمان‌خېل وايي چې وروستي ورښتونه عادي دي، خو د څو کلونو وچکالۍ له امله خلکو ته ډېر ښکاري.

د هغه په باور، که څه هم ورښتونو ځینې ستونزې رامنځته کړې، خو د سپوږمکۍ تصویرونه ښيي چې د هېواد نباتي پوښ ډېر ښه شوی او للمي ځمکې بېرته راژوندۍ شوې دي.

هغه وویل، دغه ورښتونه د بزګرانو لپاره د غنمو د راټوکېدو او پخېدو لپاره د مرهم حیثیت لري او هغه ایکوسیسټمونه چې د وچکالۍ له امله زیانمن شوي وو، اوس بېرته د بیارغېدو په حال کې دي.

د نوموړي په خبره، کله چې ورښتونه پرله‌پسې وي او خاوره وچه وي، نو اوبه پر سطحه بهېږي او ناڅاپي سېلابونه رامنځته کوي چې دغه کار د خاورې د تخریب لامل هم کېږي.

هغه وړاندیز وکړ چې له دغو ورښتونو باید د فرصت په توګه ګټه واخیستل شي، په ځانګړې توګه په سېلاب‌ځپلو سیمو کې د کوچنیو چک‌ډیمونو جوړول د اوبو د زېرمه کولو لپاره ګټور دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت: ورښتونه ګټور وو، خو بسنه نه کوي

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند قاري مطیع‌الله عابد پژواک ته وویل چې وروستي ورښتونه د وچکالۍ د فشار په کمولو کې ګټور وو، خو هیڅکله بسنه نه کوي.

د هغه په وینا، د همدې ورښتونو له امله ډېر واړه او لوی بندونه له اوبو ډک شوي او په لوړو سیمو کې اوبه د واورې او یخ په بڼه زېرمه کېږي چې وروسته به ورو ورو ویلې شي او ګټورې تمامېږي.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۶۳ چک‌ډیمونه جوړ شوي او دا ډول پروژې مثبت اغېز لري.

د نوموړي په خبره، د قرغې بند هم یو له مهمو جوړښتونو دی چې د ځمکې لاندې اوبو لپاره ګټور دی او د وروستیو ورښتونو له امله له اوبو ډک شوی دی.