Language

په کابل کې تېر کال د معاملاتو لارښوونې ۲۶۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي، تېر کال یې په کابل کې د معاملاتو لارښوونې ۲۶۳ دفترونه د سرغړونو او غیرقانوني فعالیت له امله تړلي او د دغو دفترونو څه باندې ۱۲۰۰ نوي جوازونه یې صادر کړي دي.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په اوږدو کې یې په کابل کې د معاملاتو لارښوونې ۲ زره او ۲۴۴ دفترونه نظارت او بررسي کړي چې له دې ډلې ۲۶۳ یې د سرغړونو له امله تړل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، دغه دفترونه د کابل په بېلابېلو ناحیو او ولسوالیو کې موقعیت لري او د پرله‌پسې سرغړونو، د فعالیت جواز نه ‌لرلو یا نه ‌تمدیدولو او نورو غیرقانوني فعالیتونو په دلیل د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او عریضه‌لیکونکو چارو ریاست د نظارتي پلاوي له خوا تړل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، دغه‌راز عدلیې وزارت د تېر کال په ترڅ کې یو زر او ۲۷۱ کسانو ته د معاملاتو لارښوونې نوي جوازونه صادر کړي او د فعالو معاملاتو لارښوونې ۸۷۹ نور جوازونه یې تمدید کړي دي.

یاد وزارت دغه‌راز لیکلي، د معاملاتو لارښوونې ۲۰۲ دفترونو د فعالیت جوازونه د قانوني دلایلو او یا د هغو د متصدیانو د غوښتنې له مخې لغوه او فسخ شوي دي.

همدارنګه په یاده موده کې ۲۳۳ کسانو ته د ازموینې له اخیستو وروسته د عریضه‌لیکنې جوازونه صادر شوي او ۵۶۱ نور جوازونه تمدید شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، موظف نظارتي پلاوي په کابل کې د ۵۴۵ عریضه‌لیکونکو د فعالیت په دوامداره نظارت سره د هغوی له ډلې د ۲۰ هغو فعالیتونه د سرغړونو له امله درولي دي.

د یادونې ده، عدلیې وزارت د ۱۴۰۴ کال په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې انلاین سیسټم هم رامنځته کړ چې له دې څخه په استفادې سره، معاملات په یو مشخص ډېټابېس کې ثبتېږي او د غیرقانوني معاملاتو او د وخت ضایع کېدو مخه نیول کېږي.