Language

د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د استرالیا د پوځ د قوماندانې په توګه وټاکل شوه

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۵):د استرالیا حکومت اعلان کړی چې د دې هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د پوځ د قوماندانې په توګه ټاکل شوې ده.

د حکومت د اعلان له مخې، جنرال سوزان کویل چې دا مهال د ګډو نظامي وړتیاوو د برخې مشره ده، د جولای له میاشتې څخه به د دې هېواد د پوځ د قوماندانې په توګه خپله دنده پیل کړي او د جنرال سایمن سټوارټ ځای به ونیسي.

د رویټرز د راپور له مخې، د استرالیا لومړي وزیر دا پرېکړه یو تاریخي ګام بللی او ویلي یې دي چې د پوځ د ۱۲۵ کلن تاریخ په اوږدو کې دا لومړی ځل دی چې یوه ښځه دې مقام ته ټاکل کېږي.

سوزان کویل چې ۵۵ کلنه ده، له ۱۹۸۷ کال راهیسې په پوځ کې دنده ترسره کوي او تر دې مخکې یې هم په څو مهمو نظامي پوستونو کې کار کړی دی.