Language

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د سوداګرۍ کلنۍ کچه درې میلیارد ډالرو ته ورسوي

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۵): په کابل کې د قزاقستان سفیر د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا د دفتر له عمومي رییس سره په لیدنه کې ویلي چې دا مهال د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کلنی حجم شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالر دی، خو قزاقستان غواړي دغه رقم درې میلیارد ډالرو ته لوړ کړي.

د ارګ پر اېکس‌پاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا د دفتر عمومي رئیس ملا عبدالواسع پرون د قزاقستان له سفیر ګازیز اکباسوف سره ولیدل.

سفیر زیاته کړې چې قزاقستان غواړي د پانګونې او سوداګرۍ د پراختیا له لارې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه پ کلني ډول درې میلیارد ډالرو ته ورسوي.

هغه ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستان سره د اړیکو پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکوي.

نوموړي په افغانستان کې د کانونو برخه کې د پانګونې لپاره د خپل هېواد چمتووالی هم څرګند کړی او زیاته کړې یې ده چې په دې اړه یې د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال سره مثبتې خبرې کړې دي.

هغه د تورغونډۍ – هرات او کندهار – سپین‌بولدک رېل‌پټلیو پروژو کې هم د قزاقستان د پانګونې لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي چې هېواد یې په دې پروژو کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې ته بشپړ چمتووالی لري او د یادو پروژو پرمختګ یې مهم بللی دی.

ګازیز اکباسوف ویلي چې قزاقستان د یوه اقتصادي شریک په توګه افغانستان ته د تېلو او درملو صادرولو اجازه ورکړې ده او دغه اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري لا نوره هم پراخه کړي.

له بلې خوا، ملا عبدالواسع هم په دې لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د امنیت ټینګښت د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او پانګونې لپاره ښه زمینه برابره کړې ده او اسلامي امارت دغه فرصت ته د افغانستان د ځان‌بسیاینې لپاره د مهم لومړیتوب په سترګه ګوري.