Language

د بدن ښکلا ملي  ورزشکار علي بیات د مالي ملاتړ غوښتنه کوي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۵): د بدن ښکلا د ملي ټیم غړی علي بیات – چې د ۲۰۲۶ کال سوېلي اسیا سیالیو ته غوره شوی – وايي، د اقتصادي ستونزو له امله مخکې هم په څو نړۍوالو سیالیو کې له ګډونه پاتې شوی او اوس له حکومت او سوداګرو غوښتنه کوي چې په را روانو سیالیو کې د ګډون او هېواد د ویاړونو راوړو لپاره د دغه ملاتړ وکړي.

د غزني ولایت اوسېدونکی علي بیات چې د بدن ښکلا ملي ټیم غړی دی، پژواک ته وایي، له تېرو څو کلونو راهیسې یې په پرله‌پسې ډول تمرینونه کړي او هڅه یې کړې چې د افغانستان لپاره ویاړونه خپل کړي.

هغه زیاتوي چې له دې مخکې هم څلور ځلي نړۍوالو سیالیو ته غوره شوی و، خو د مالي امکاناتو نشتوالي له امله ونه توانېد چې ګډون پکې وکړي.

د هغه په خبره، له تېرو یو کال راهیسې یې په جدي ډول تمرینونو ته دوام ورکړی او ټاکل شوې د ۲۰۲۶ کال د جون په ۳۰مه د بوتان په شاهي هېواد کې د سوېلي اسیا سیالیو کې ګډون وکړي.

هغه هیله څرګندوي چې وکولای شي د خپل هېواد نوم روښانه کړي او ویاړونه ترلاسه کړي.

بیات دا هم وايي چې د ملي ټیم د ټاکنو بهیر کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ۳۵ ورزشکاران د ۹۵ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې ازمویل شوي، چې له ډلې یې ۱۴ کسان غوره شوي او دی هم پکې شامل دی.

هغه له حکومت، سوداګرو او هغو بنسټونو چې د ورزش برخه کې فعالیت کوي، غوښتنه کوي چې ورزشکارانو ته جدي پاملرنه وکړي. د ده په باور، ورزشکاران ملي سرمایه ده او مناسب ملاتړ یې کولی شي هېواد ته د ویاړونو راوړو لامل شي.

هغه زیاتوي چې د بدن ښکلا ورزش ډېر لګښت لري او د ده په ګډون زیاتره ورزشکاران له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د علي بیات یو ملګری نوید رمضاني هم وایي،  بیات مخکې هم څو ځلی نړۍوالو سیالیو ته غوره شوی و، خو د مالي ستونزو له امله پاتې شوی او دا ځل هم هڅه کوي چې په شخصي امکاناتو ګډون وکړي.

هغوی له اړوندو بنسټونو او سوداګرو غواړي چې د هغه ملاتړ وکړي.

د هغه په خبره، بیات د دوی لپاره یوه بېلګه ده او د هغه بریاوو ځوانان هڅولي چې د ورزش له لارې خپلو لوړو موخو ته ورسېږي.

د غزني د المپیک او ورزش امر حاجي بلال مجاهد وایي چې د اسیايي سیالیو لپاره د علي بیات ټاکنه د غزني لپاره یوه مهمه لاسته‌راوړنه ده.

د هغه په وینا، ډېری ورزشکاران له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او بیات هم یو له همدغو کسانو دی.

نوموړی زیاتوي، هڅه کوي د استعدادلرونکو ورزشکارانو ملاتړ وکړي او سږ کال یې شاوخوا ۴۵  تکړه ورزشکاران ملي ټیمونو ته ورپېژندلي دي.

غزني د افغانستان له هغو ولایتونو شمېرل کېږي چې خلک یې له ورزش سره ځانګړې مینه لري؛ په دغه ولایت کې د شاوخوا ۵۰ فدراسیونونو له ډلې ۳۶ فعال دي او زرګونه ځوانان په بېلابېلو ورزشي برخو کې بوخت دي.