Language

نن د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۵): له پولیو څخه پاک افغانستان بنسټ کاږي چې نن (د وري ۲۴مه) د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.

دغه بنسټ پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو ویلي چې دغه کمپاین به په غور ولایت کې یوه اونۍ وروسته ترسره شي او په دایکنډي او بامیان ولایتونو کې د سړې هوا له امله ځنډول شوی دی.

په پیغام کې راغلي: «خپل ماشومان واکسین کړئ، افغانستان خوندي او روښانه کړئ!»

د هېواد د عامې روغتیا وزارت دوه ورځې مخکې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د ماشومانو د فلج (پولیو) د واکسین د پسرلني کمپاین په لومړي پړاو کې چې ټاکل شوې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې پیل شي، شاوخوا ۱۲.۶ میلیونه له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان به واکسین شي.