کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۵): د معیار او کیفیت اداره وايي چې د کورنیو بازارونو خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه یې ۴۰ ټنه بېکیفیته نبشي اوسپنه له اسلامکلا بندره بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځولي دي.
یادې ادارې نن د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه نبشي ډوله اوسپنه چې له کورنیو معیارونو سره برابره نه وه او له هر اړخیزې ارزونې او د کیفیت له دقیق کنټرول وروسته بېرته صادروونکي هېواد ته واستول شوه.
د معیار او کیفیت ادارې ویلي چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر په منظم، شفاف او جدي ډول روان دی او هېواد ته د هغو توکیو د راوړو په مخنیوي کې هیڅ ډول نرمښت نه ښيي چې ټولنې ته زیان رسوي.
یادې ادارې له ټولو سوداګرو غوښتي چې کورني معیارونه په جدي توګه رعایت او د باکیفیته او سالم بازار رامنځته کولو برخه کې خپل دیني او ملي مسوولیت ادا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د معیار او کیفیت ادارې ویلي وو چې څه باندې ۲۶ ټنه بېکیفیته ایزوګام یې له اسلامکلا بندره بېرته صادروونکي هېواد ګرځولی دی.