Language

د عامې روغتیا وزیر: محرومو ولایتونو ته د تخصصي بستونو ځانګړې ونډه ورکول کېږي

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۵): د عامې روغتیا وزیر وایي چې محرومو ولایتونو ته به د تخصصي بستونو ځانګړې ونډه ورکړل شي، د هغو موسسو قراردادونه به لغوه شي چې خدمات یې له تړونونو سره سمون ونه لري او د پولیو د له منځه وړلو لپاره به په ګډه جدي هڅې وشي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي دغه څرګندونې نن په کابل کې د ولایتي مسوولینو لپاره د همغږۍ او ظرفیت لوړونې د څلور ورځني ورکشاپ د پرانیستې مراسمو کې وکړې.

هغه وویل، په دغه ورکشاپ کې به د روغتیايي سیسټم پر مهمو موضوعاتو، پرمختګونو او ستونزو بحث وشي او د هېواد پر روانو روغتیايي حالاتو به هم خبرې وشي.

د نوموړي په وینا، د اکمال تخصص ریاست ته دنده سپارل شوې څو محرومو ولایتونو ته د تخصصي بستونو ځانګړې ونډه ورکړي، څو په بېلابېلو روغتیايي برخو کې متخصصین وروزل شي او د دغو سیمو ستونزو ته رسېدنه وشي.

هغه زیاته کړه، د یوه طرزالعمل له مخې به هر هغه څوک چې د تخصص ازموینه ورکوي، اړ وي چې لږ تر لږه دوه کاله په ولسوالیو کې دندې ترسره کړي.

جلالي همدارنګه له ولایتي مسوولینو وغوښتل چې د نیمه طبي انسټیټیوټونو د معیاري کېدو او د تدریس د کیفیت لوړولو لپاره هڅې وکړي او د هغوی درسي بهیر په دوامداره توګه وڅاري.

هغه وویل، وزارت په پام کې لري چې د غضنفر طبي انسټیټیوټ کې د سنتي طبابت څانګه هم جوړه کړي، څو په دې برخه کې زده‌کړو ته زمینه برابره شي.

د عامې روغتیا وزیر ټینګار وکړ چې د هغو موسسو قراردادونه به لغوه شي چې خدمات یې له تړونونو سره سمون ونه لري. د هغه په خبره، د مرستندویو هېوادونو مرستې باید اړمنو خلکو ته ورسېږي او که داسې ونه شي، جدي اقدامات به ترسره شي.

هغه له ولایتي مسوولینو وغوښتل چې له فعالو موسسو او نادولتي بنسټونو د هغوی پروپوزلونه، قراردادونه او هوکړه‌لیکونه ترلاسه کړي، فعالیتونه یې وڅاري او د خلکو حقونه ترې وغواړي.

د هغه په خبره، په ځینو ولایتونو کې د موسسو د ناسمو مدیریتونو له امله د کارکوونکو معاشونه ځنډول کېږي او یا هم کم ورکول کېږي او ډېری وخت روغتیايي مرکزونو ته درمل او طبي توکي د قرارداد له مخې نه رسېږي.

جلالي وویل، افغانستان لا هم له هغو هېوادونو څخه دی چې د پولیو ناروغي پکې شته او د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید جدي او ګډې هڅې وشي.

په همدې حال کې، په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج‌الدین اویلو وویل چې د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده او لا هم په دې برخه کې تشې شته چې باید ډکې شي.

همدارنګه، د روغتیا نړۍوال سازمان استازي ډاکټر خوشحال زمان وویل چې دا ډول ناستې د ستونزو د شریکولو او حل‌لارو موندلو لپاره مهم فرصت برابروي.

هغه زیاته کړه چې د پولیو له منځه وړل د عامې روغتیا وزارت له لومړیتوبونو څخه دي او افغانستان لا هم د هغو دوو هېوادونو له ډلې دی چې له دغه ویروس سره مبارزه کوي.

د هغه په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې او د روان کال له پیله راهیسې درې مثبتې پېښې راپور شوې دي.

هغه ټینګار وکړ چې افغانستان لازمې اسانتیاوې لري او کولای شي د پولیو ویروس له منځه یوسي.