کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او اوزبېکستان د سوداګرۍ وزیرانو او د قرغیزستان د سوداګرۍ وزارت معین ترمنځ په درېاړخیزه غونډه کې په نړۍوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هوکړه شوې ده.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا غونډه د نړۍوال صنعتي نندارتون په څنډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د اوزبېکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ د وزیر اقا لذیز قدرتوف او د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت مرستیال اسکندر ایسنګلدیویچ اسیلکولوف ترمنځ ترسره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د ترانزیټ او سوداګرۍ برخو کې د اسانتیاوو برابرولو، په ځانګړې توګه اوزبېکستان او قرغیزستان ته د افغانستان د صادراتي توکو په اړه او همدارنګه د نړۍوال صنعتي نندارتون د غړیتوب په اړه خبرې شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، د غونډې په پای کې د ترانزیټ او سوداګرۍ، په ځانګړې توګه د افغانستان د صادراتي توکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه د ګډ کاري ټیم جوړېدو ترڅنګ په یاد نړۍوال نندارتون کې د افغانستان پر غړیتوب هم هوکړه وشوه.
د یادونې ده، دغه نړۍوال صنعتي نندارتون د منځنۍ اسیا، روسیې او بلاروس هېوادونو په ګډون جوړېده او اوس به د افغانستان په غړیتوب سره د هېواد صنعتي شرکتونه هم وکولای شي د غړیتوب له امتیازاتو په استفادې خپل تولیدات په دغه نړۍوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي.