کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۵)د بښنې نړیوال سازمان وایي، علي وزیر، چې د پاکستان د ملي اسمبلۍ پخوانی غړی دی، د «جعلي» تورونو له مخې نیول شوی او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې ژر تر ژره یې خوشې کړي.
د دغه سازمان د راپور له مخې، علي وزیر د مارچ په ۱۶مه د پاکستان د حیدراباد په ښار کې د ترهګرۍ اړوند تورونو په پلمه نیول شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې نوموړی هماغه ورځ د سند د عالي محکمې له خوا په بل قضیه کې تر ضمانت ترلاسه کولو وروسته خوشې شوی و.
د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې له دې وروسته پر هغه دوه نورې نوې قضیې هم ثبت شوې دي. د یاد سازمان په وینا، علي وزیر له ۲۰۲۰ کال راهیسې څو ځله نیول شوی او له لسګونو «جعلي» دوسیو سره مخ شوی دی.
په راپور کې راغلي چې د علي وزیر فعالیتونه تر ډېره پر فراقانوني وژنو، جبري ورکېدنو، او د پښتون توکم پر وړاندې تبعیض او تاوتریخوالي متمرکز وو.
د بښنې نړیوال سازمان دا اقدامات «خپلسري او غیرقانوني» بللي او له پاکستاني چارواکو یې غوښتنه کړې چې نوموړی ژر تر ژره خوشې کړي.