ژبه

کابل کې د ډيزلو بيه لوړه شوې خو د مایع ګاز او سرو زرو بیې لوړې شوي دي

توسط ویدا قلندري

مې 30, 2026 - 3:00 pm

Views: 26

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۵): نن د تېرې شنبې په پرتله کابل ښار کې د مایع ګاز او سرو زرو بیې لوړې شوې، خو د ډیزلو بیه راټیټه شوې ده.
د کابل ښار د احمدیار ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل، نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د یوه لیتر ډیزلو بیه له ۶۶ افغانیو ۶۴ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
د هغه په وینا، په نړیوالو بازارونو کې د ډیزلو د بیو د کمېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم د ډیزلو بیه راټیټه شوې ده.
خو نوموړي وویل چې د یوه لیتر پټرولو بیه د تېرې اوونۍ په څېر ۶۵ افغانۍ ده.
خوراکي توکي
د کابل ښار د دهن‌باغ سیمې یوه هټۍوال محمدجان امین وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یوه کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۵۷ افغانیو ۶۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
هغه هم وايي چې په نړیوالو بازارونو کې د مایع ګاز د بیو د لوړېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم د دغه توکي بیه لوړه شوې ده.
د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رئیس زمري صافي وایي، نن د تېرې اوونۍ په څېر په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۵۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه هندي وریجو ۲۵۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې ۳۳۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لیټره مالیزیايي غوړیو ۱۸۵۰ افغانۍ، د یوه کیلوګرام افریقايي تور چای ۳۸۰ افغانۍ او د یوه کیلوګرام اندونیزیايي شین چای ۳۵۰ افغانۍ ده.
د ځینو خوراکي توکو پرچون او عمده بیې په ځینو مواردو کې لږ او په ځینو کې د پام وړ توپیر لري.
د کابل ښار یو پرچون پلورونکی حامد صوفي‌زاده وایي، نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۵۵۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه هندي وریجو ۲۵۵۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې ۳۳۵۰ افغانۍ، د ۱۶ لیټره مالیزیايي غوړیو ۱۹۰۰ افغانۍ، د یوه کیلوګرام اندونیزیايي شین چای ۴۰۰ افغانۍ او د یوه کیلوګرام افریقايي تور چای ۴۳۰ افغانۍ ده.
د سرو زرو بیه
د کابل ښار د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل، نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د یوه ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۷۳۸۰ افغانیو ۷۴۷۵ افغانیو ته او د یوه ګرام ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو بیه له ۵۸۹۰ افغانیو ۵۹۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د زرګرانو په وینا، د کابل په بازارونو کې د سرو زرو د بیو بدلون له نړیوالو بازارونو سره تړاو لري.
د اسعارو نرخ
د کابل ښار د شهزاده سرای د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وایي، نن د یوه امریکايي ډالر د پېرلو بیه ۶۳ اعشاریه ۹۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۲۵ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د غبرګولي په دویمه د یوه امریکايي ډالر د پېرلو بیه ۶۳ اعشاریه ۷۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې هم په ۲۲۵ افغانیو تبادله کېدې.