خوستښار (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۵): د خوست ولایت مقام وایي چې د دغه ولایت په ټڼیو ولسوالۍ کې دوو ماشومانو اوبو کې د ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خوست ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد ماشومان نن د تڼیو ولسوالۍ اړوند، ګوخې کلي کې د اوبو په یوه بند کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د پېښې قربانیان د امنيتي ځواکونو، د اطفایې مسؤلینو او ځایي خلکو په همکارۍ له اوبو راویستل شوي دي.
د خوست ولایت مقام له خلکو غوښتي چې د سیندونو، بندونو او ژورو اوبو په سیمو کې د لامبو پر مهال احتیاطي تدابیر مراعت کړي.