ژبه

پر ایران د امریکا بریدونه؛ تهران: مسوولیت یې مستقیم د کويټ او بحرین واکمنانو ته ورګرځي

توسط سهراب سروری

جون 3, 2026 - 2:47 pm

Views: 13

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵): د ایران د بهرنیو چارو وزارت په هرمز تنګي کې پر نفت‌لېږدوونکې یوه بېړۍ او د قشم ټاپو پر یوه مخابراتي برج د امریکا بریدونه غندلي او هغه یې د نړۍوالو قوانینو او اوربند د هوکړې ښکاره نقض بللی دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) نن ویلي چې ځواکونو یې د ایران د قشم ټاپو کې «دفاعي» عملیات ترسره کړي او یو شمېر ایراني توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې یې «شنډې» کړې دي؛ ځکه چې ملکي بېړۍ او د امریکا سیمه‌ییز متحدین، کویټ او بحرین تر بریدونو لاندې راغلي وو.

وروسته سپاه پاسداران اعلان وکړ چې پر ایران د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې د امریکا اړوند یوه بېړۍ، د دغه هېواد د پنځم سمندري ځواک مرکز او د سیمې په یوه هېواد کې د امریکا یوه هوايي اډه د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو هدف ګرځولي دي.

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه) د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د امریکا دغه اقدام نه یوازې د اوربند نقض دی، بلکې د ملګرو ملتونو د منشور د دویمې مادې د څلورم بند او نړۍوالو قوانینو له مخې د زور کارونې د منعې د اساسي اصل «څرګنده او جدي سرغړونه» هم ګڼل کېږي.

یاد وزارت زیاته کړې: «موږ د امریکا هغه اقدام په کلکه غندو چې د ایران پر ضد د یرغلګرو پلانونو د پر مخ وړلو لپاره یې د سیمې د هېوادونو له خاورې او امکاناتو استعماري استفاده کړې او د تېرې شپې د یرغلیزو اقداماتو په تړاو د کویټ او بحرین د واکمنانو د مستقیم او څرګند مسوولیت یادونه کوو.»

په خبرپاڼه کې راغلي: «د هر هغه هېواد اقدام چې یرغلګرو لورو ته اجازه ورکړي څو د ایران پر ضد د پوځي یرغل د ترسره کولو یا ملاتړ لپاره د هغوی له ځمکنۍ، سمندري او هوايي لارې یا په قلمرو کې له شته اډو او امکاناتو استفاده وکړي، د نړۍوالو قوانینو د اساسي اصولو او د ښه ګاونډیتوب د اصل ښکاره نقض دی او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۳۳۱۴ شمېرې پرېکړه‌لیک له مخې د ایران پر ضد یرغلګر عمل ګڼل کېږي.»

دغه وزارت د یادو بریدونو د «سرچینې او مبدأ په نښه کولو» پر حق هم ټینګار کړی دی.

ایراني چارواکو تر اوسه د دغو بریدونو له امله د احتمالي مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د کویټ دولتي خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو برید د کویټ هوايي ډګر ته رسېدلی دی.

په راپور کې راغلي چې دغه پېښه د ځینو کسانو ټپي کېدو، د الوتنو ځنډېدو او د الوتنو د مسیر د بدلون لامل هم شوې ده.