کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۵): د روسیې له لوري د اوکراین پر څو ښارونو د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونو له امله لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او تر ۶۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی چې په دغو بریدونو کې د سېشنبې ورځې سهار د کیف، دنیپرو او خارکیف ښارونه په نښه شوي دي.
اوکرایني چارواکو ویلي، په دنیپرو ښار کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي او د اوکراین په پلازمېنه کيیف کې هم لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۵۱ نور چې یو شمېر ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
د کيیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، ښايي پر یوې ۲۴ پوړیزې ودانۍ د توغندي لګېدو له امله د ودانۍ یوه برخه نړېدلې وي او احتمال شته چې یو شمېر اوسېدونکي تر کنډوالو لاندې بند پاتې وي.
د کيیف د ښاروال په خبره، یوې نهه پوړیزه ودانۍ او څو موټرو هم د توغندیو د پاتېشونو د رالوېدو له امله اور اخیستی دی. زرګونو ښاریانو له بریدونو د خوندي پاتې کېدو لپاره د مېټرو تمځایونو ته پناه وړې ده.
دغه بریدونه داسې مهال کېږي چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړی و چې روسیه د یوه بل ستر برید لپاره چمتووالی نیسي.
هغه ویلي وو چې د اوکراین دفاعي ځواکونه شپه او ورځ د تیارسۍ په حالت کې دي.
د اوکراین جګړه د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې د روسیې په پراخ یرغل سره پیل شوه او د ډیپلوماټیکو هڅو سره سره، تر اوسه د دې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.