کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ویلي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د احتمالي هوکړې پر ډېرو مسایلو مذاکرات شوې او یوازې د وروستي کېدو چارې یې پاتې دي؛ خو یوه ایراني چارواکي ویلي چې «د امریکا ولسمشر د درېیم ځل لپاره د ډیپلوماسۍ پر وړاندې د خیانت په حال کې دی.»
د راپور له مخې، ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیل» کې لیکلي چې د ایران او هغه څه په اړه چې نوموړي ورته «د سولې د تفاهم یادښت» ویلي، د سیمې له یو شمېر مشرانو او نړیوالو چارواکو سره یې خبرې کړې دي.
د هغه په وینا، په دې اړه خبرې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان، د متحده عربي اماراتو له ولسمشر محمد بن زاید آل نهیان، د قطر له امیر تمیم بن حمد آل ثاني، د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د اردن له پاچا دویم عبدالله، د بحرین له پاچا حمد بن عیسی آل خلیفه او د سیمې اه یو شمېر نورو چارواکو سره شوي دي.
ټرمپ ادعا کړې چې د امریکا، ایران او ښکېلو هېوادونو ترمنځ د هوکړې په ډېره برخه مذاکرات شوې او یوازې د وروستي کېدو پړاو یې پاتې دی.
هغه ویلي چې د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، سره یې هم جلا خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې د دغه هوکړه جزئیات او وروستۍ برخې لا هم تر ارزونې لاندې دي او ډېر ژر به اعلان شي.
نوموړي دا ادعا هم کړې چې که توافق وروستی شي، د هرمز تنګی به پرانیستی پاتې شي.
بلخوا، امریکايي وېبپاڼې «اکسیوس» د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی، هغو مشرانو چې له ټرمپ سره یې ټیلیفوني خبرې کړې، د توافق د ترلاسه کېدو لپاره د هڅو له دوام څخه ملاتړ کړی دی.
د راپور له مخې، د مذاکراتو بهیر په ښه توګه مخته روان دی او منځګړي هیله لري چې یو لومړنی توافق به د یوه لنډ سند په بڼه ډېر ژر وروستی او اعلان شي.
خو د ایران د نظام د مصلحت د تشخیص مجمع غړي او د دغه هېواد د رهبر سلاکار محسن رضايي نن په خپلې اېکسپاڼه کې لیکلي: «لکه څنګه چې اټکل کېده، د امریکا ولسمشر د درېیم ځل لپاره د ډیپلوماسۍ پر وړاندې د خیانت په حال کې دی. هغه د سمندري محاصرې په دوام او په مذاکراتو کې د زیاتغوښتنې له لارې یو ځل بیا ثابته کړه چې د مذاکرې سړی نه دی او نور اهداف تعقیبوي.»
د ایران او امریکا احتمالي هوکړه؛ د ټرمپ ادعا او د تهران توند غبرګون