کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې بریدونو غبرګون کې یې په کابل کې د دغه هېواد شارژدافیر احضار او خپل شدید اعتراض یې ورته وړاندې کړ.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي چې د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د پکتیا د څمکنیو، د پکتیکا د ګیان او د کونړ د مرورې ولسوالیو پر ځینو سیمو هوایي بریدونه وکړل چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ کسان شهیدان او ۱۶۳ نور ټپیان شول.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو بریدونو په غبرګون کې یې په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او د ملکي وګړو پر کورونو د بمبار په تړاو یې خپل شديد او قاطع اعتراض ورته وړاندې کړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت دغه بریدونه د نړۍوالو اصولو، بشري قوانینو او د هېوادونو د ملي حاکمیت ښکاره نقض بولي او سخت یې غندي.
یاد وزارت لیکلي: «دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان له کرښې په سلګونه کیلومتره لرې د پاکستان په ځینو ښارونو او ډېرو خوندي سیمو کې رامنځته شوو امنیتي پېښو، چاودنو او بریدونو پلان بې له کوم معتبر سند او شواهدو افغانستان ته منسوبوي، بلکې له تېرو څو کلونو راهیسې یې د خپلو امنیتي او سیاسي ناکامیو پټولو په موخه پر افغانستان د بېبنسټه تورونو لګولو او د ستونزو د انتقال هڅه کړې او په مکرر ډول یې د زور او نظامي تېري له لارې د دغو ستونزو د حل ناکامه تګلاره خپله کړې ده.»
بهرنیو چارو وزارت لیکلي، دا ډول چلند نه یوازې د موجودو ستونزو د حل لاره نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا، د ګاونډیتوب اړیکې او د سیمې امنیت او ثبات ته هم جدي زیان رسوي.
حسرت
حسرت