ژبه

اوکراین له درېیو اروپایي هېوادونو سره د بې‌پیلوټه الوتکو د تولید برخه کې تړونونه لاسلیک کړل

احمد صهیب حسرت

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۰:۳۱

Views: ۶

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي ویلي، هېواد یې له ډنمارک، استونیا او هالنډ سره د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) د تولید او پراختیا برخه کې درې تړونونه لاسلیک کړي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې زلېنسکي دغه تړونونه د سې‌شنبې په ورځ د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د ناټو د مشرانو غونډې په څنډه کې د ټولنیزو شبکو له لارې اعلان کړل او ویې ویل، له دغو درېیو تړونونو سره د اوکراین د ورته تړونونو شمېر نهو ته رسېدلی دی.

د زلېنسکي په خبره، دغه تړونونه به د دفاعي تجهیزاتو د ګډ تولید، د تجربو د تبادلې او د وسلو د صادراتو د روڼتیا د زیاتوالي لپاره زمینه برابره کړي.

هغه د ډنمارک له تړون سره په تړاو وویل، دغه هېواد لومړنی هېواد و چې په اوکراین کې یې د دفاعي تجهیزاتو د ګډ تولید وړاندیز وکړ او اوس به هغو اوکرایني وسلو ته لاسرسی ولري چې په جګړه کې ازمویل شوې دي.

اوکراین په ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د روسیې له برید وروسته د بې‌پیلوټه الوتکو پرمختللی صنعت پراخ کړی او له څه باندې څلورکلنې جګړې ترلاسه شوې تجربې له نورو هېوادونو سره د دفاعي همکاریو د پراختیا لپاره کاروي.

زلېنسکي د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په دې غونډه کې د اوکراین لومړیتوب د هوايي دفاعي سیسټمونو پیاوړتیا او د دغه هېواد د ډیپلوماټیک دریځ ښه کول دي.

هغه یو ځل بیا د روسیې د بالستیک توغندیو د بریدونو پر وړاندې د اوکراین د دفاعي وړتیاوو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د دوشنبې په ورځ پر کییف د روسیې په وروستي برید کې ۱۹ کسان وژل شوي دي.