ژبه

افغان او ترکمن چارواکي د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا غږېدلي

احمد صهیب حسرت

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۲۴

Views: ۳

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د ټولګټو وزیر په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې د ګډو اقتصادي، سوداګریزو او ترانسپورټي همکاریو د پراختیا او یو شمېر بنسټیزو پروژو په اړه خبرې کړي دي.

د ټولګټو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره وکتل.

سرچینه زیاتوي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو او ترانسپورټي همکاریو او یو شمېر مهمو زېربنایي پروژو په اړه خبرې اترې وکړې.

خبرپاڼه کې راغلي، د لیدنې په پیل کې د ټولګټو وزارت وزیر عوضوف ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې افغانستان او ترکمنستان یو له بل سره لرغونې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري او د یاد هېواد له دوامداره همکاریو یې مننه وکړه.

یاد وزارت لیکلي چې په دې ناسته کې د اوسپنې پټلۍ برخه کې د تر کار لاندې پروژو، چې د اقینې–اندخوی د ۱۰ کیلومتره اوسپنې پټلۍ جوړول، د تورغونډۍ بندر پراختیا او د نوو تأسیساتو جوړول پکې شامل دي، د کاري پرمختګ، د چارو د لا ښه‌والي او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د انتقالاتو د زیاتوالي په تړاو هم هراړخیز بحثونه وشول.

د ټولګټو وزارت لیکلي چې د لیدنې په پای کې دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا ترڅنګ، د ترانسپورټي او زېربنایي پروژو برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ پر دوام او پیاوړتیا ټینګار وکړ.