کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر او د دغه سازمان د پراختیایي پروګرام (UNDP) رییس کابل ته راغلي څو له نږدې د افغانانو د ژوند شرایط و ارزوي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر برهام صالح او د دغه سازمان د پراختیایي پروګرام (UNDP) رییس الکساندر ډيکرو نن کابل ته راورسېدل.
د خبرپاڼې له مخې، د یاد وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد د کابل په نړۍوال هوايي ډګر کې د هغوی هرکلی وکړ او ویې ویل چې دغه سفر د افغانانو د ژوند د رښتیني وضعیت د درک او ارزونې لپاره یو مهم فرصت دی.
هغه زیاته کړه: «موږ باور لرو چې د افغانانو د ژوند رښتینی انځور له نږدې لیدنې او مستقیمو اړیکو پرته نه شي وړاندې کېدای.»
هغه زیاته کړه، میلیونونه افغانان له کلونو راهیسې د مهاجرت ژوند تېروي، خو له ټولو ستونزو سره سره یې له خپل هېواد سره اړیکې ساتلې دي.
راشت وویل، د کډوالو د وضعیت ارزونه، د هغوی د ستونزو اورېدل، د اړتیاوو درک او د مناسبو حللارو موندل د انساني کرامت د خوندي کولو او د هغوی د ژوند د ښهوالي لپاره مهم دي.
په خبرپاڼه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر برهام صالح له قوله راغلي چې د دوی د سفر موخه له نږدې د افغانانو د ژوند د شرایطو ارزونه او د هغوی ستونزو ته رسېدنه ده.
هغه ویلي، له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي چې دا په نړۍواله کچه د بېرته راستنېدونکو له سترو بهیرونو څخه ګڼل کېږي.
د هغه په خبره، ملګري ملتونه له افغانانو سره مرستو ژمن دي او هڅه کوي چې بشري مرستې اړمنو کسانو ته ورسېږي.
هغه زیاته کړه، ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپلو فعالو ادارو له لارې د روغتیا، بشري مرستو او د خلکو د ژوند د ښهوالي برخو کې فعالیت کوي او د کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره به هم هڅې وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د دغو چارواکو سفر د اقتصادي او بشري ننګونو پر وړاندې له افغانانو سره د نړۍوالې ټولنې د ملاتړ څرګندونه کوي.