منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:50 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دولت او سياست

ملا عبدالغني برادر او امیرخان متقي د خامنه‌يي جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته ولاړل

· 1 دقیقه لوستل · 240 کتنې

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۳۰۴): د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ایران د مخکني مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د جنازې مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته ولاړل.

د اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پلاوی نن تللی دی.

‎د ایران مذهبي مشر شاوخوا څلور میاشتې مخکې د امریکا او اسراییل په ګډو هوايي بریدونو کې ژوند له لاسه ورکړ.

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د خامنه‌يي د جنازې مراسم به د راتلونکې اونۍ له شنبې ورځې پیل شي.