ژبه

حنفي: جګړه ستونزې نه شي هوارولی؛ له ټولو هېوادونو سره اقتصادمحوره اړیکې غواړو

Ahmad sohaib

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۹:۲۹

Views: ۳

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وایي، په ۲۱مه پېړۍ کې جګړه د ستونزو د حل لاره نه ده او هېوادونه باید د ویجاړۍ پر ځای خپله انرژي د خپلو ملتونو د ابادۍ او پرمختګ لپاره وکاروي.

هغه یادې څرګندونې نن په کابل کې د صنعت او کانونو اونۍ د پنځم ملي او نړۍوال نندارتون د پرانیستې مراسمو کې وکړې.

هغه پرته له دې چې د کوم هېواد نوم یاد کړي وویل: «موږ که خپله ابادي د ګانډي په تخریب کې ګورو، دا د حل لاره نه ده او انصاف هم نه دی

حنفي ټینګار وکړ چې جګړه د حل لاره نه ده او د اسلامي امارت سیاست له ټولو هېوادونو سره د سوله‌ییزو اړیکو، متقابل درناوي او نه‌ لاسوهنې پر بنسټ ولاړ دی.

د ده په خبره، که یو هېواد مداخله کوي، ټول هېوادونه حق لري چېله خپل ځانه دفاع وکړي.

هغه دغهراز وویل: «موږ د افغانستان په جعرافیه کې هیڅ شخص او ګروپ ته اجازه نه ورکوو چې د دغه هېواد ځمکه د نورو هېوادونو د تهدید په خاطر استفاده کړي او دا د اسلامي امارت پالیسې ده، هیچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ له کور او وطن څخه د بل هېواد امنیت اخلال کړي، له ټولو سره ښې او اقتصادمحوره اړیکې غواړو

هغه دغه‌راز وویل چې اسلامي امارت صنعتکارانو او پانګه‌والو ته د اسانتیاوو په برابرولو سره هڅه کوي افغانستان له یوه وارداتي هېواد څخه پر صادراتي هېواد بدل کړي.