ژبه

د فوټبال نړۍوال جام نیمه‌پایلوبه؛ لومړۍ لوبه نن شپه د فرانسې او هسپانیا ترمنځ کېږي

Khwaja Nasir Sideqi

۲۳ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۸

Views: ۵

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۵): د فرانسې او هسپانیا د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ نړۍوال جام د نیمه‌پایلوبې لومړۍ لوبه کې نن شپه د یو بل پر وړاندې میدان ته کښته کېږي.

دغه لوبه د افغانستان پر وخت د شپې یوولس‌نیمې  بجې ترسره کېږي او ګټونکې لوبډله به د دغو سیالیو پایلوبې ته لار ومومي.

هسپانیا له فرانسې سره په خپلو وروستیو دوو مخامخ سیالیو کې، د یورو ۲۰۲۴ نیمه‌پایلوبې او د اروپا ملتونو لیګ ۲۰۲۵ سیالیو کې، فرانسې ته ماته ورکړې ده.

د ۲۰۲۶ نړۍوال جام د نیمه‌پایلوبې دویمه لوبه به سبا (چهارشنبه) د ارجنټاین او انګلېستان د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د فرانسې ملي لوبډلې د مراکش په ماتولو او هسپانیا د بلجیم په ماتولو سره د دغو سیالیو نیمه‌پایلوبې ته لاره موندلې ده.