کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د کرکټ نړۍوالې شورا، د ځینو هېوادونو کرکټ بورډونو، پخوانیو لوبغاړو او د کرکټ نړۍ ګڼو مخورو څېرو د افغانستان د پخواني چټک توپاچوونکي شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغه کورنۍ، د افغانستان د کرکټ ټولنې او خلکو ته یې د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ (ACB) د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، د شاپور ځدراڼ جسد کابل ته رارسېدلی چې د ملي لوبډلې پخواني او اوسني لوبغاړي، د کرکټ بورډ چارواکي، د هغه د کورنۍ غړي او یو شمېر نور مخور کسان یې د هرکلي او احترام لپاره هوايي ډګر ته ورغلي وو.
د شاپور ځدراڼ د جنازې لمونځ نن له غرمې مخکې (پنجشنبې، د چنګاښ ۱۸مه) د کابل ښار په عیدګاه جومات کې ادا او وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پر مرنجان غونډۍ خاورو ته وسپارل شو.
د کرکټ نړۍوالې شورا (ICC) پر خپله اېکسپاڼه د شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او هغه یې د افغانستان له مخکښو چټکو توپاچوونکو او د کرکټ نړۍوال جام اتل بللی دی.
د کرکټ نړۍوالې شورا رییس جي شاه لیکلي چې د ۳۸ کلن پخواني افغان لوبغاړي شاپور ځدراڼ پر مړینه ډېر خواشینی شوی دی. نوموړي د افغانستان د کرکټ په نړۍوال پرمختګ کې د شاپور ونډه ستایلې او د ۲۰۱۵ کال کرکټ نړۍوال جام کې یې د سکاټلنډ پر وړاندې د هغه د اغېزناکې لوبې یادونه کړې چې افغانستان ته یې په نړۍوال جام کې لومړنۍ بریا ورپه برخه کړه.
هغه لیکلي: «زموږ ژوره خواخوږي د هغه له کورنۍ، ملګرو او د افغانستان د کرکټ له ټولنې سره ده، الله دې یې وبښي.»
دغهراز، د هند پخواني لوبغاړي یووراج سینګ ویلي چې شاپور ځدراڼ د افغانستان کرکټ یو له مخکښو بنسټګرو و او د هغه مینه او ژمنتیا به تل یادېږي.
یووراج سینګ لیکلي: «هغه وخت ډېر دردوونکی وي چې کله داسې یو څوک له لاسه ورکړو چې لوبې ته یې ډېر څه ورکړي وي. د هغه کورنۍ او د افغانستان کرکټ ټولنې ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوم.»
همدارنګه د اسټرالیا چټک توپاچوونکي جاش هېزلووډ، د هند پخواني لوبغاړي او مبصر روي شاستري، د پاکستان پخواني چټک توپاچوونکي شعیب اختر او د سریلانکا پخواني الراونډر انجیلو مېتیوز هم د شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.
شعیب اختر شاپور ځدراڼ یو زړور توپاچوونکی بللی او ویلي یې دي چې هغه په نړۍواله کچه د افغانستان د کرکټ په مطرح کېدو کې مهم رول درلود. نوموړي د شاپور کورنۍ، ملګرو او همکارو لوبغاړو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
بلخوا، د بنګلهدېش کرکټ بورډ هم د شاپور ځدراڼ پر مړینه ژور خپګان څرګند کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان د کرکټ لپاره د هغه خدمتونه به تل یادېږي.
په همدې حال کې، د کرکټ یو شمېر نورو ادارو او څېرو هم د شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغه کورنۍ او د افغانستان خلکو ته یې تسلیت ویلی دی.
شاپور ځدراڼ د جولای په ۷مه د ۳۸ کلونو په عمر له اوږدې ناروغۍ تېرولو وروسته د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې وفات شو.
هغه تېر کال په اکټوبر کې په افغانستان کې ناروغ شو او د روان کال په جنورۍ کې د درملنې لپاره د نوي ډیلي یوه روغتون ته انتقال شو. د هغه ورور غمي ځدراڼ او د افغانستان پخواني کپتان اصغر افغان د درملنې پر مهال ورسره ملتیا کوله.